کابل کې د ۲۵ میلیون دالرو پر پانګونه د سیرومو تولیدي کارخونې پرانیستل

عزم: (دوشنبه، د تلې۱۰مه, ۱۴۰۲): د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایي چې په کابل کې یې د ۲۵ میلیون دالرو پر پانګونه د سیرومو تولیدي کارخونه پرانیسته.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغې کارخونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې خصوصي سکتور د هېواد په ابادۍ کې ډېر مهم رول لوبولی او ځوانانو ته یې کاري زمینه برابره کړې.
نوموړي له خلکو وغوښتل چې د هېواد د صنعت د ودې لپاره د هېواد له تولیداتو ګټه واخلي.
په دې مراسمو کې صنعتکارانو هم له سوداګرۍ وزارت څخه وغوښتل چې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش، په صنعتي پارکونو کې د برښنا د پرچاوۍ د له منځه وړلو او د هغو توکو د تعرفې د لوړولو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي چې افغانستان پر ځانبسیاینې ته راکاږي.
د یادونې وړ ده چې د تيجيال “TGL” درمل جوړولو کارخونه چې د چرخيپله په صنعتي پارک کې جوړه شوې؛ په هرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۱۰ زره بېلابېلو طبي سیرومو د تولید وړتیا لري.
دغې کارخونې څه دپاسه ۱۰۰۰ کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.