د ترکيې دفاع زارت: د عراق په شمال کې د کردي ملېشو شل پټنځايونه مو له‌منځه وړي

‏ عزم: (دوشنبه، د تلې ۱۰مه، ۱۴۰۲): ترکیې په پلازمېنه کې له پروني ځانمرګي برید وروسته د دغه هېواد د دفاع وزارت ویلي چې د عراق په شمال کې یې د کرد یاغیانو پر څو پټنځایونو هوايي عملیات کړي دي.
د ترکیې پلازمېنه انقره د یکشنبې په سهار ځانمرګي برید وشو چې په ترڅ کې یې دوه پولیس ټپیان شول.
د کردستان کارګر ګوند د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته او د ترکیې حکومت هم د دغه برید په غبرګون کې د یاغیانو پر پټنځایونو برید وکړ.
د ترکیې د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د عراق په شمال کې د کرد یاغیانو پر پټنځایونو د برید په پایله کې د یاغیانو شاوخوا شل پټنځایونه له‌منځه تللي دي.
دا عملیات د شمالي عراق هاکورک، قندیل و گارا سیمو کې، د خلکو په وړاندې د ترهګرو بریدونو د له منځه‌وړلو او د پ.ک.ک [د کردستان د کارګرانو ګوند] او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو په موخه ترسره شوي.
د ترکیې دفاع وزارت د کرد یاغیانو پر پوستو د دغه هېواد د هوايي بریدونو د انساني تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې یې ده چې دا جګړه تر هغه دوام وکړي څو ټول ترهګر وژل شوي نه وي.
د کردستان د کارګرانو ګوند چې د PKK په نوم هم یادېږي، له شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د ترکیې پر ضد پوځي عملیات کوي څو له کردانو څخه جوړ خپلواک حکومت جوړ کړي.
دا ډله د ترکیې د حکومت، اروپايي ټولنې او امریکا له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه په رسمیت پیژندل شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button