په بلخ کې ۴۰ نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): د بلخ د روغتیا ریاست مسوولان وایي چې په دې ولایت کې په تېر یوه کال کې شاوخوا ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.
د دوی په وینا چې دا روغتونونه د بلخ ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې جوړ شوي دي. دوی دا خبره پرون شنبه په یوه خبري ناسته کې کړې ده.
د بلخ د روغتیا ریاست رئیس ډاکټر نجیب الله توانا وایي چې پر دې روغتونونو ټولټال درې میلیونه ډالر لګښت راغلی دی. دی زیاتوي چې دا مرکزونه د همکارو بنسټونو په مرسته رغېدلي دي.
نوموړی وایي: (( د لومړنیو روغتیایي چوپړونو د وړاندې کولو په موخه مو د بلخ اوسېدونکو ته ۴۰ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي. دا روغتیایي مرکزونه ډېری په لرو پرتو ولسوالیو کې رغېدلي دي.))
د ډاکټرتوانا له انده چې د نویو روغتیایي مرکزونو په جوړولو یې درې لکه او اتیا زره اوسېدونکو ته لومړني خدمتونه چمتو کړي دي.
دی وړاندې وایي چې په تېر یوه کال کې یې د بلخ روغتیایي پرسونل ته په انلاین توګه د ظرفیت لوړونې کورسونه هم دایر کړي وو او پر دې سربېره یې د بلخ ابو علي سینا روغتون ظرفیت اته سوه ناروغانو منلو ته رسولی دی.
یاده دې شي چې د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان له عزم نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و چې په تېرو دوو کلونو کې تازه ۳۰۰ روغتیایي مرکزونه جوړ شوي. د زمان له خولې چې دولت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د یوه-یوه مجهز روغتون د جوړونې پلان لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!