په ارزګان کې د پولیو ضد واکسین لړۍ پیل شوه

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): د ارزګان روغتیايي چارواکي وایي چې په دې ولایت کې یې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړی دی. د چارواکو له خولې چې دا کمپیاین په سراسر ارزګان کې پرون یکشنبه پیل شوی او تر درې ورځې به دوام وکړي.
د ارزګان ولایت د واکسینو د برخې مشر ډاکټر بخت محمد مصطفی رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې په دې کمپياین کې به د مرکز ترینکوټ په ګډون ددې ولایت په َټولو ولسوالیو کې دوه لکه او شل زره کوچنیان واکسین شي.
ده ویل چې اوسمهال په دې ولایت کې دا کمپیاین په چټکۍ روان دی او په هرو شپږو میاشتو کې د ددې ولایت کوچنیانو ته د سترګو د دید د تقویې او د معافیت د پیاوړتیا کپسولونه هم ویشل کیږي.
د ډاکټر مصطفی له انده چې د پروسږ کال په پرتله سږکال په دې ولایت کې د عامه پوهاوي کچه په سلو کې ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
یاده کوو چې اوونۍ وړاندې د پولیو ضد واکسین له ارزګان پرته په ټول افغانستان کې پیل او پای ته ورسېد. ویل کیږي چې په دې ولایت کې د پولیو د پېښو د نشتون له کبله ددې واکسین لړۍ له عامه کمپياین څخه اوونۍ وروسته پیل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې د هیواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پولیو بله تازه پېښه هم ثبت شوه.