په پروان کې ترافیکي پېښو نهه تنه ټپیان کړي دي

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): د پروان امنیه قومندانۍ په یوه خبر کې ویلي چې په دې ولایت کې دوو ټرافیکو پېښو نهو تنه ټپیان کړي دي.
د امنیې قومندانۍ مسوولانو ویلي چې دا پېښې د هغه ولایت په شیخ علي او شنیواري ولسوالیو کې رامنځته شوي دي.
د دوی په وینا چې دا پېښې د سپرلیو د موټرونو د ټکر له کبله رامنځته شوي. امنیه قومنداني په یوه بیان کې وایي: (( په شیخ علي او شینواري ولسوالیو کې درې موټرونو ټکر کړی چې په پایله کې یې ۹ تنه زخمیان شوي.))
د مسوولانو له قوله چې ټپیان یې نږدې روغتون ته وړي او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی. ویل کیږي چې د سالنګ لویه لاره د بیارغونې په موخه له یوې مودې راهیسې تړل شوې او اوسمهال شمالی ولایتونو ته د غوربند له لارې موټرونه تګ راتګ ورکوي.
د ټرافیکو ریاست مشر اوونۍ وړانې له بي بي سي سره په مرکه کې د سړکونو خرابولی، د موټروانانو بې غوري او نامسلیکوالی د ټرافیکي پېښو د زیاتوالي سببونه یاد کړي وو.