ټول ګډونه حکومت یعني څه؟
لیکنه عبدالمقیم قرار
له کال ۲۰۲۱ اګست میاشتې را پدیخوا چي افغانستان د یو سالم او مثبت انقلاب په نتیجه کي یوځل بیا خپل تاریخ ته د سرو زرو په اوبو رنګ ورکړ، افغانانو د خپل اجدادو په نقشه قدم تګ وکړ، او یوه بله جابره او مکاره استعماري پدیده چي زموږ د ګران وطن او د حق دین یې په خپل تورجال کي د ښکیلولو په تکل راغلې وه، بیرته نامراده و ایستل شوه. ترڅو د تش په نامه ډیموکراسی او جمهوریت په نوم د ناکامو نسخو پرځای د افغانانو د خوښې او د مسلمان ملت د غوښتنې په اساس یو سوچه اسلامي او شرعي نظام حاکم شي. دا کټ مټ موږ او تاسې د اسلامي نړۍ تېر برم او تاریخ ته راګرځوي، هغه تاریخ چې په هره پیړۍ کي د فتوحاتو په وړاندی ستونزې هم وې خو بیا هم الله تعالی خپل د دې وینا ثبتوت یې ټولو بندګانو ته ښکاره کړی چي (حق راشي باطل تلونکی وي او برۍ همیشه د حق ملګري وي ).
کله چي د دې مثبت انقلاب په نتیجه کي استعمار له ماتي سره مخ کیږي او له ګران هیواده یې کډې باریږي، نو بیا دلته په نړیوال سټیج کي د اسلامی نظام ننګولو په خاطر همدا خلک لاس په کار کیږی او مختلف شعارونه پورته کوي چي اوس مهال یې هغه شعار همه شمول یا ټول ګډونه حکومت دي .
موږ دا اصطلاح بار بار د ډیرو سیمه ایزو یا هم د نورو هیوادونو حکومتي اشخاصو له خولې اورو چی وایي باید په افغانستان کي همه شمول یا هم ټول ګډونه حکومت جوړ شي.
او عجیب یې لا دا چي د هغو هیوادونو ټیکاداران چي لسګونه کلونه کیږي د یو هیواد جغرافیه یې په یرغمل نیولې هغوی هم دا شعارونه زمزمه کوي. دوی په دې باور دي چي افغانستان کي د انقلاب ګټونکي دې په کورونو کي کښېنول شي او پرځاي یې داسې خلک راوستل شي چي نه د دې فکر د لارې پاتې شوي وي اونه هم ورته دا فکر مهم وي! ایا عجیبه نه ده ؟ د نړۍ په ټول سیاسي تاریخ کي دا بیلګه څوک راته په ګوته کولائ شي چي یو څوک را پاڅېدلی وي، او په بېسارې قربانیو ورکولو سره دې خپل هیواد له پردیو اشغالګرو ازاد کړي، د یو فکري او اسلامي مکتب له ادرسه دې په هیواد حاکمیت ترلاسه کړي، بیا هغه په کور کي کښیني او د حکومت واک داسې اشخاصو ته وسپاري چې له دې مکتب سره هیڅ ډؤل تړاو نه وي! آيا داسې یوه بېلګه څوک راته په ګوته کولای شي چې د یوه هدف لپاره یې له مشروع لارې څخه استفاده کړې وي او بیا هدف ته تر رسېدو ورسته یې داسې یو څوک راوستی وي چی نه یې همکار و او نه یې کامیابي غوښتونکی؟!! نو بیا ولې داسې غوښتنی تکراریږي؟
زه دلته د دې موضوع په اړه د دوو خبرو یادونه کوم .
۱: کله هم د نړۍ استعماري قوتونه په یو اشغال شوي هیواد کې ماتې وخوړي، نو تر ډېره پر یاد هیواد او حکومتي چارو یې نظارت کوي. که کوم چارواکی تېروتنه کوي او یا هم دولتي سیستم کي کومه خبره رامنځته کیږي بیا مات شوي استعماري قوتونه د خلکو په اذهانو کې تشویشونه ایجادوي حتی داسې پلانونو باندې کارکوي چي د خلکو او حکومت ترمنځ واټن او د بې باوري فضا رامنځته شي. یعنی په ټولنه کي افوهات خپروي او مزدورې رسنۍ وړې سوژې لټوي او بیا بی باکه توجیهات ورته کوي. ترڅو خلک او حکومت له یو بل څخه جلا او په حکومت کې د یو بدیل غلام فکره اشخاصو د ګډون زمینه برابره کړي. دا په ډیرو هیوادونو کي شوي دي. که موږ او تاسو وګورو په عراق، سوریه، یمن ، سومالیه، وینزویلا او همداسې نورو افریقایي هیوادونو کې ورته کړنې ترسره شوي او هر ډول خپلواکې او ازادي ترې اخیتسل شوې او له ورته برخلیک سره مخ شوي دي.
دوی له دغه هیوادونو سره یې په سیستماتیک ډول دشمنی مخته وړې ده، مثلا په وینزویلا کې د وروستي داخلي تحولاتو د ملاتړ په خاطر د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ملل متحد سازمان له ټولو غړو څخه غوښتنه وکړه چي د وینزویلا د نوي ډیموکراتیک تحول څخه دې ملاتړ وکړي او تر څنګ دې ودریږي. دا یوه نمونه ده، همداسې ډېر نور هیوادونه هم شته چې له ورته کړاونو څخه دردیږي.
افغانستان داځل یو حیرانیدونکی مثبت تحول سره مخامخ شو چې هیچا یې هم تصور نه کوی او افغانستان کي تحولات په داسې شکل نه دې راغلي چې د بیا لپاره دې د خارجي قوتونو د لاسوهنې زمینه ورته برابره شي. دا ځل هر څه سم روان دی، همدا لامل دی هغه هیوادونه چي په افغانستان په اشغال کي په مستقیم او غیر مستقیم ډؤل دخیل ول، هغوی ته بل داسې څه په لاس نه ورځي چي د مداخلې حق ځانته ورکړي، فقط یواځې د همه شموله نارې وهي او په ټولو نړیوالو کانفرانسونو او غونډو کي همدا یوه خبره ده چي افغانستان کي دې ټول شموله حکومت رامنځ ته شي. اما بیا جالبه دا ده چي متقی صاحب په خپلو ډیپلوماټیکو سفرونو، ملاقاتونو او کانفرانسونو کي له دوی څخه په ښکاره ډؤل د ټول ګډونه تعریف غوښتنه کوي چی دوی بیا هم بېځوابه پاتي دي. د متقي صاحب سوال له نړیوالو څخه دا دی: نړیوال په افغانستان کي کوم ډؤل حکومت غواړي او ملاتړ یې کوي؟ لکه د نورمحمد ترکي؟ یا استاد برهان الدین ربانی؟ یا د نجیب او یا هم تېر جمهوریت چي یو وزیر به له اشغالګر هیواد یا استخباراتي ډلې لخوا معرفي کیدی. د متقي صاحب د سوال دویم جز نړیوالو ته دا دی چي زموږ سیمه کي تاسو د کوم هیواد حکومت همه شمول بولئ؟ د ایران، روسیې، هند، او یا د بل کوم هیواد؟ دا ټول هغه عیني واقعیتونه دي چي د افغانستان ملت او نړیوال خپله په دې باندې ښه پوهیږي او زه مطمین یم چي د متقي صاحب دا سوال به هم تر اخره بېځوابه پاتی کیږي لکه د تروریزم تعریف لپاره چي نړیوال تر اوسه نه دې توانیدلې.
۲: آیا په نړۍ کي شته حکومتونه همه شمول یا ټول ګډونه دي ؟
که موږ اوتاسي وګورو په ټوله نړۍ کی قسم قسم حاکم نظامونه شتون لري لکه شاهي نظامونه چي د خلیج زیاتره عربي او حتی په غربی هیوادونو کي دا نظام شتون لري، چي په یوه کورنۍ پورې اړه لري. شاهی نظام میراثی نظام دی او واک پکې د یوه کورنۍ سره وي. د ټول جغرافیې واکمنان همدوی وي او بیا چي کله واکمن مړ کیږي واک یې د همدې مرحوم واکمن ځوي ته انتقالیږي.
د امریکا حکومت فدرالي نظام دی، پخوانی شوری اتحاد بیا سوسیالیستي نظام و. په اوایلو کي د حکومتونو د نوعیت پیژندنه اسانه په نظر راځي، ځکه چي ټول حکومتونه رسمي بڼه لري. اما دلته اصلی سوال دا دی چي دیموکراسی نظام کي انتخابات اصل ګڼل کیږي. برتانیا بیا بل ډول نظام او حکومت لري. تک حزبي نظامونه هم شته چي د ګوندونو څخه جوړ هیوادونه دي. هغوی حزبي حکومتونه وي اوس امریکا کي انتخابات کیږي اما د دوو ګوندونو ترمنځ واک غوښتونکي باید د یوه ګوند غړۍ وي.
که د افغانستان د تېر حکومتونو تاریخ ته وګورو، کوم نظام د افغانستان په ګټه و؟ شاهي او حزبي نظامونه مو ولېدل دلته دغه نظامونه د قومونو لپاره د منلو وړ نه ول، ځکه دوی پکې مکمل له پامه غورځول شوي وو. بیا جمهوریت هم داسی و چي د اشغال په نتیجه کي پر ملت تحمیل شوی و او لکه د امان الله خان حکومت چي غوښتل یې غري فرهنګ د افغانستان پر مسلمان مجاهد متدین ولس وتپي. افغانان د ټول خلاف ول او د هغوی پر وړاندې قیام او انقلاب وکړ. دسروي. ۹۹فیصده افغانان مسلمانان دي او نو اسلامي نظام غواړي. نړیواله ټولنه او سیمه ایز هیوادونه باید دا درک کړي چي اسلامي امارت نه حزبي او قومي دی، بلکې د ټولو قومونو او اقشاور څخه جوړ یو اسلامي فکر دی، چي د هیواد ټولو وګړو ته د منلو وړ دی. او دا دی همدا نظام و چي د افغانستان څلویښت کلن بحران ته یې د پاې ټکی کښېښود. دوی باید د افغانانو دې غوښتنې او پرېکړې ته احترام او په داخلې چارو کي د نه مداخلی حقوق او سیاست په غوره کولوسره د افغانانو په لاس جوړ شوي حکومت ته د تعامل لاس ورکړي، ترڅو دا ملت له هر قسم لاس وهنو څخه پاک، مترقي او اباد افغانستان ولري .