هغه موبایل ټلیفون رانیسئ، چې نور يې د ماتېدو او خرابېدو غم درسره نه وي!

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): نوکیا دوه نوي موبایل ټلیفونان بازار ته وړاندې کوي چې که څه هم نوي او پرمختللي ځانګړنې نلري، لیکن نور یې د ماتېدو او خرابېدو څخه خلاص یاست!
نوکیا کمپنی د یو جرمني شرکت په مرسته دوه داسې نوي موبایل ټلیفونان ډیزان او جوړ کړي چې ډېر قوي او کلک دي او په سختو شرایطو او چاپیریال کې ورڅخه استفاده کولای شئ. نوکیا HHRA501x او نوکیا IS540.1 د پنځم نسل مقاومت لرونکي موبایل ټلیفونونو څخه شمېرل کیږي، برسیره پر دې چې د اوبو او ګردوغبار په وړاندې مقاومت لري، د ۶۸ باند له طریقه چیرته چې مخابراتي شبکې کار نکوي (انتن نه ورکوي) هم ارتباط جوړولای شي.
دغه موبایل ټلیفونونه د کمپنیو او شرکتونو د کارکوونکو لپاره جوړ شوي، هغه کسان چې په معادنو، د تیلو، ګازو او کیمیاوي موادو په کمپنیو کې کار کوي، په ډاډه زړه دغه موبایلونه استعمالولای شي.
دغه دوه موبایل ټلیفونونه هر یو یې ۶ اینچه سکرین، ۸ جي بي ریم او ۱۲۸ جي بي حافظه لري چې پکې ۴۴۰۰ میلي امپیره باټری پکښې ځای پرځای شوې ده. دا چې څومره ژر به دا موبایل ټلیفونونه بازار ته او په خاصه توګه افغانستان ته وارد شي، او قیمت به یې څو وي، لا تراوسه معلومه نه ده.