د مسکو فارمټ د وروستۍ غونډې لاسته راوړنې او اهمیت

گلاب الدین خپلواک

*روسیې هیواد په ۲۰۱۷ میلادی  کال کي د افغانستان په اړه یوه مشورتې غونډه د مسکو فارمټ تر نامه لاندي  جوړه کړه، چي په یاده غونډه کي د افغانستان ګاونډیو او د سیمې ځینو هیوادوته د اصلي غړو او ځانګړو میلمنو په توګه ګډون  ورکړل سو، روسانو د یادې غونډې موخې په افغانستان کي د امن، سولې او ثبات ټینګښت، د تروریزم سره مبارزه، د مخدره موادو له منځه وړل، د آمریکا او ناټو له خوا د افغانستان په شل کلن اشغال کي د ورانیو جبران د خساري یادي کړي.

د مسکو فارمټ غونډه چي  ا.ا.ا ته په کي ځانګړۍ رول ورکول سوی وو، د لومړي سر څخه د ا.ا استازي چي د قطر سیاسي دفتر غړي وه ور دعوت سول، چي بیا وروسته د مسکو غونډې په هره ناسته کي پرته د تیر کال د ا.ا.ا استازي ور بلل کیږي او  ګډون کوي.

سږ کال د سپټامبر پر۲۹د مسکو فارمټ غونډه د کازان په خود مختاره جمهوریت کي تر سره سوه چي د ا.ا.ا یو پلاوي د بهرنیو چارو وزیر  په مشری د روسیې هیواد په رسمي بلنه په یاده غونډه کي ګډون وکړ، چي د یادي ناستې، او دا.ا.ا د استازو ګډون په کي په ملي او بین المللي کچه  یولړ لاسته راوړنې در لودي.

لومړۍ: دا چي د افغانستان مسئله اوس هم د روسیې په بهرنې سیاست کي ځانګړۍ ځای لري، که څه هم ډیرو اړخونو داسي انګیرله چي د روسانو ښکیلتیا د اوکراین جګړه کي د غرب سره به د روسیې پام د افغانستان پرځای نورو اړخونو ته واړه وي، خو روسانو د یاد فارمټ غونډې ته د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر په رسمي توګه دعوت ول، دا څرګنده کړه چي د روسیې په بهرني سیاست کي افغانستان ځانګړۍ ځای لري.

دویم: د روسیې لخوا  د تیر کال په مسکو فارمټ غونډه کي د ا.ا.ا د استازو نه بلل بعضي اړخونو داسي و انګیرل چي روسیه به پر ا.ا.ا بي باوره سوي وي او کیداسي هغه توقعات او غوښتنې چي روسیې د ا.ا.ا څخه در لودي په نه لاسته راوړلو کي د امارت څخه فاصله ونیسي او د بدیلو لارو په لټه کي وي، او دانظریه هغه وقت ډیره مطرح سوه چي احمد مسعود د روسیې یو کوچنې ګوند له  خوا روسیی ته دعوت سو،خو د مسکو فارمټ غونډه کي داهر څه برعکس ثابت سول.

دریم: په لوړ ډیپلوماتیک ستیج د ا.ا.ا بهرنۍ پالیسي او د ا.ا.ا دریځ د سیمې او ګاونډیو هیوادو په مقابل کي بیانه ول، یو خاص ډیپلوماټیک اهمیت درلود.

په یاده غونډه کي د تیر په څیر د ا.ا.ا دريځ چي د افغانستان د خاورې څخه به نور هیوادو ته خطر نه جوړیږي، او ا.ا به یو متوازن اقتصاد محوره بهرنۍ سیاست او پالیسي ولري بیان سول.

څلورم: په یاده غونډه کي د ا.ا له خوا سیمې او ګاونډيو هیوادو ته د اسلامي او افغاني کلتور او عنعناتو په چوکاټ کي په مختلفو سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزو څانګو کي د روابطو او همکاریو ژمنه او لاس غزول، دسیمې او ګاونډي هیوادونه دي ته هڅه وي چي د ا.ا سره په یادو برخو کي زړه ښه کړي.

پنځم: د مسکو غونډې په حاشیو کي د مختلفو هیوادو د استازو سره ناستې او د ا.ا د متوازن بهرني سیاست بیانه ول، به ډیپلوماتیک روابط پیاوړي او په راتلونکي مختلفو غونډو کي به د ا.ا استازو ته بلنه ورکړي او د مختلفو هیوادنو په ځانګړي توګه د سیمې او ګاونډیو هیوادنو پر ډیپلوماټیکو اړیکو به ځانګړی اغیزه ولري.

اسلامی امارت مسولینو ته په کار ده چي د داسی فرصتونو څخه ګټه و اخلي او په مختلفو غونډو کي چي ور بلل کیږي قوي حضور ولري، ځکه د افغانستان ځانګړي او خاص شرایط دي دابه ا.ا ته په ګټه وي چي د سیمې او.نړیوالو غونډو کي چي د مختلفو مناسبتو لپاره جوړیږي ګډون وکړي او د ا.ا.ا  بیلابیل لاسته راوړنې او بهرنۍ بي طرف،متوازن سیاست بیان او د ا.ا.ا د رسمیت پیږندولو لپاره په لوړه کچه لابي وکړي.

کابل افغانستان

1 اکتوبر 2023

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button