ترامپ: که بیا ځلې جمهور رییس شم، ټول امریکایي ځواکونه له بهرني هیوادونو راغواړم

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): د امریکا مخکنی جمهور رییس، خپلو پلویانو سره په یوه غونډه کې ویلي چې که په راتلونکې ټاکنو کې یو ځل بیا بریالی شي، د خارج څخه به ټول امریکایی ځواکونه راباسي.
د فاکس نیوز خبري اژانس په وینا؛ ښاغلي ټرامپ د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې ویلي:”چې موږ میلیاردونه ډالره په نظامي دفاع او نورو برخو کې مصرفوو، بېله دا چې خپلو بزګرو ته هیچ توجه وکړو. زموږ ځواکونه د نورو هیوادونو ساتنه کوي او موږ په خپل هیواد کې له خپلو حقوقو بې برخې یو.”
اژانس زیاتوي چې ترامپ ویلي: دغه ښه کار نه دی. ډیری له دې ډؤل کړنو متنفر دي او موږ ورڅخه محافظت کوو. که زه جمهور رییس شم، سمدلاسه دغه ټول ځواکونه هیواد ته راغواړم او د ولس پیسې نورو هیوادونو کې نه ضایع کوم.