مکسیکو کې ترافیکي پېښه؛ له امله یې ۱۰ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي

عزم: (دوشنبه، د تلې۱۰مه, ۱۴۰۲): مکسیکو په سوېل کې د یوې لارۍ د چپه‌کېدو له امله شاوخوا لس کډوال مړه شوي او ۲۵ نور ټپيان دي.
د راپورونو له مخې، دا پېښه په ځايي وخت پرون (یکشنبه د اکتوبر په لومړۍ) د ګواتیمالا پولې ته نږدې شوې ده.
ویل کېږي، په لارۍ کې سپاره کډوال د کیوبا اتباع و چې امریکا ته روان وو.
فرانس پریس خبري آژانس د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې په دې لارۍ ډوله موټر کې ټول سپاره کډوال مېرمنې وې او لسو یې ژوند بایللی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button