د افغانيو ارزښت لوړېدل او په هېواد کې د افغاني بانک نوټونو د فرهنګ عامول

په دې وروستيوو کې د افغانستان پولي واحد يا افغانۍ خپل ارزښت او ثبات تر ټولو ښه او لوړ ساتلی او د بهرنيوو اسعارو په مقابل کې پورته ختلې ده. يا په بله وينا افغانۍ په نړيواله کچه لوړ مقام خپل کړی دی، کورنۍ او نړيوالې تبصرې هم پر همدې دي، چې په اوسني حالت کې څرنګه افغانۍ وکولی شوای ،چې خپل ثبات او ارزښت لوړ ساتلی دی!په تازه څېړنو کې يوې بهرنۍ رسنۍ (بلومبرګ) په يوه راپور کې د بهرنيوو اسعارو په تېره بيا ډالرو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت د ثبات او ښه کېدو عوامل څېړلي دي، دې رسنۍ هم په ډېره حيرانتيا دې ته اشاره کړې، چې څرنګه افغانۍ خپل لوړ ارزښت ساتلی دی او د دې لاملونه يې په ګوته کړي دي. دې خپرونې څو مهم لاملونه ياد کړی، چې له امله يې افغانۍ خپل ارزښت پرې لوړ ساتلی دی، د دې خپرونې د څېړنې پر اساس، له ګاونډيوو هېوادونو سره د سوداګرۍ زياتېدا، د بهرنيوو اسعارو په تېره بيا د کلدارو د چلښت مخنيوی او د بهرنيوو مرستو دوام،هغه لاملونه دي،چې د افغانيوو د ارزښت له ښه کېدو او ثبات ساتلو سره يې مرسته کړې ده.بلومبرګ په ځانګړي ډول افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د ميلياردونو ډالرو بشري مرستې، د بهرنيوو اسعارو په وړاندې د افغانۍ د ارزښت له ښه کېدو سره مرستندويې بللې دي.بلومبرګ دا هم وېيلي چې له ګاونډيوو هېوادونو سره د افغانستان سوداګري زياته شوې، چې دې هم د افغانۍ پر ارزښت مثبت اغېز لرلی دی.دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک په هېواد کې د نورو بهرنيوو اسعارو په څانګړې توګه د کلدارې کارول بند کړي او په سويلي، سويل ختيځو او دغه راز سويل لوېديځو ولايتونو کې يې په کلکه کلدارې بندې کړې او په يو شمېر سيمو کې يې خلکو ته وخت ورکړی، چې ژر تر ژره دې د کلدارو له کارولو ډډه وکړي او که داسې يې ونه کړل، نو له قانوني چلند سره مخ شي. د حکومت له خوا پر کلدارو او نورو بهرنيوو اسعارو بنديز، ډېر مهم تصيم دی، چې ولس يې د زړه له تله هرکلی کوي او همدا تر ټولو ستر لامل دی، چې د بهرنيوو اسعارو په وړاندې يې د افغانيوو ارزښت او ثبات لوړ ساتلی دی. حکومت په راکړه ورکړه کې پر پاکستانۍ روپيوو بنديز لګولی چې دې تر ټولو ډېر د افغانۍ له ارزښت سره مرسته کړې ده.اوس د افغانستان د اسعارو په بازارونو کې يو ډالر په څه باندې ۷۸ افغانۍ تبادله کېږي.د افغانۍ د ارزښت له ښه کېدو سره د يو شمېر ضروري شيانو بيې هم يو څه ټيټې شوې دي او تمه ده، چې د لسو پينځلسو ورځو په ترڅ کې د لومړنيوو توکيوو بيې نورې هم را ټيټې شي! د حکومت له خوا د افغانيوو د ثبات ساتلو لپاره يو بل هم تصميم د ستاينې وړ دی او دا تصميم بايد په ډېر جديت سره پلی کړل شي! هغه تصميم دا دی، چې هېوادوال بايد له خپلو کورنيوو يا افغاني توليداتو ګټه پورته کړي. د چارواکيوو پرله پسې غوښتنې دا دي، چې سوداګر او په تېره بيا پيرودونکي دې له کورنيوو توليداتو ګټه پورته کړي او د ژوندانه د اړتيا وړ لومړني توکي دې د خپل هېواد توليدات وکاروي! که په کورنيوو بازارونو کې د امکان تر کچې خپل کورني توليدات او صنايع وکارول شي، نو دا به د افغانيوو د ارزښت او ثبات لوړ ساتلو لپاره او دغه راز د افغانۍ د ثبات لپاره غوره چوپړ وي، چې دا د هر افغان ستر مسووليت دی.د بلومبرګ پر اساس، تېر کال د افغانيو ارزښت په سلو کې ۱۴ زيات شوی او د کولمبيا او سريلانکا له پيسو يا کرنسيوو وروسته د ارزښت د زياتېدو له نظره افغانۍ په نړۍ کې درېيمې پيسې کڼل کېږي.د بلومبرګ د مالوماتو له مخې، د افغانستان حکومت توانېدلی چې بهر ته د ډالرو او نورو اسعارو د وتلو مخه ونيسي چې دغه کار هم د افغانۍ له ارزښت سره کومک کړی دی.د افغانستان بانک د ويندوی حسيب الله نوري په وينا، دا بانک د افغانۍ د ملاتړ لپاره کابو هره اوونۍ ۱۶ ميليون ډالره ليلاموي.د بلومبرګ د راپور پر اساس، له دې سره سره چې د افغانۍ ارزښت ښه شوی، د افغانانو بيوزلي او لوږه نه يوازې کمه شوې نه ده، بلکې لا زياته شوې ده.بهر ته د ډالرو د لېږد مخنيوی هم د يادونې او ستاينې وړ ګام دی، چې د افغانستان د حکومت له خوا اخيستل کېږي، خو د افغانستان بانک ته په کار ده، چې يوازې په بازار کې د ميليونونو ډالرو پر عرضه او ليلامولو بسنه ونه کړي، بلکي مهمه او غوره ده، چې د افغانستان بانک ملي سوداګرو ته په نازل نرخ ډالر ورکړي، چې هغوی له بهره پرې مالونه را وارد او د نرخونو په ټيټولو کې مرسته وکړي، د دې تر څنګ مهمه دا ده، چې د لويوو ملي پورژو د پلي کولو او تکميلولو لپاره شرکتونو ته ډالر په پور ورکړي او پرې مهمې پروژې لکه د برېښنا بندونه، لويې لارې او نورې لويې ملي پروژې پلې کړي. موږ په ټوليزه توګه د افغانيوو د ثبات ساتلو لپاره دا هڅې ستايوو او د لانورو داسې ځنډ نه منونکو هلو ځلو په تمه يوو، چې د افغانۍ ارزښت او ثبات د تل لپاره لوړ وساتلی شي، که هغه له بهر سره د سوداګرۍ پر مټ وي او که بهر ته د افغاني مالونو او صنايعو د صاداراتو پر مټ.
شهبازخان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button