افغانستان بانک سبا یوځل بیا۱۴میلیونه ډالر د لیلام په ډول بازار ته وړاندې کوي

عزم: (دوشنبه، د تلې۱۰مه, ۱۴۰۲): د افغانستان بانک سبا د (سهشنبې د تلې په ۱۱مه) د داوطلبۍ له لاري ۱۴ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول وپلوري.
د افغانستان بانک په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرائطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د خبر پانې پر بنسټ، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
خبرپانه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قېمت پیسې په یو ځل یعنې په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.