درې مډال ګټونکي ورزشکاران له اسیایي سیالیو وروسته هیواد ته راستانه شوي

عزم(دوشنبه، د تلې لسمه، ۱۴۰۲): د چین په کوربتوب په سږنیو اسیایي سیالیو کې درې مډال ګټونکي افغان لوبغاړي له خپلو لوبو له ترسراوي وروسته هیواد ته راستانه شول.
یاد لوبغاړي نن سهار خپل هیواد ته راستانه شول چې د ورزش د عمومي ریاست د مشرتابه، لوبغاړو او د ورزش د مینه والو له خوا یې پوره-پوره هرکلی وشو.
په دې اړوند یوه هڅوونکې غونډه جوړه شوې وه، چې کوربتوب یې له چین هیواد سره و. په دې غونډه کې د بدني روزنې او سپورټ لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق، د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د تکواندو، ووشو او جودو فدراسیون مسوولانو، ورزشکارانو او همدې ورزشي څانګو سلګونو مینوالو برخه اخیستې وه.
یادې ناستې ته لوی رئیس مولوي وثیق د مډال راوړونکو ددې لوی بري مبارکي ویله. نوموړي دا چاره د سپورټ په برخه کې لویه لاسته راوړنه یادوله. ده ژمنه کوله چې ریاست به له ورزشکارانو هېڅ ډول مرسته درېغ نه کړي. ښاغلی وثیق د ا.ا.ا. هیله کوله چې د افغان لوبغاړو ملاتړ دې وکړي. رئیس ویل: (( د خوښۍ خبره ده چې د هیواد په تاریخ کې د لومړي پلا لپاره ګڼو افغان لوبغاړو په اسیایي لوبو کې ګډون وکړ. داسې هیوادونه شته چې له موږ ډېر امکانات او مالي ملاتړ لري، خو هېڅ مډال یې ونه ګاټه.))
ښاغلي وثیق زیاتوله چې د اسلامي امارت په راتګ سره ورزش پرمختګ کړی او لا هم د ودې په حال کې دی. ده ژمنه کوله چې له ورزشکارنو سره به تر خپلې وسې همکاري کوي او د لوبغاړو د پشتبانې لپاره به د معنوي ملاتړ ترڅنګ مالي ملاتړي هم مومي.
په ناسته کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ هم وینا وکړه او د ورزشکارانو د بریا مبارکي یې ویله. دده له قوله: (( ددې مډالونو ګټنه یوازې په لوبغاړو او د سپورټ ریاست پورې نه، بلکې د افغانستان په ټولو توکمونو پورې اړه لري.))
یاده کوو چې د سږنیو اسیایي المپیکي لوبو کوربتوب له چین هیواد سره دی. په یادو لوبو کې د بدني روزنې او سپورټ ریاست له خوا د ۱۸ څانګو ورزشکارانو ګډون کړی چې تر دې دمه یې درې تنو د برونزو مډالونه ګټلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button