ویسا: د «سي ای اې» د وسلهوالو جنایتونه به تر کومه روان وي

عزم (شنبه، ۱۱ لړم، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د بشري حقونو د څار سازمان وروستي راپور باندې بحث کړی، چې د سي ای اې وسلهوالو غړو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي؛ خو تراوسه څېړل شوي نه دي.
«د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د یوې څېړنې په پایله کې ویلي چې په افغانستان کې د سي آی اې اړوند وسله وال په بشري جنایاتو کې ښکېل دي او دوی ډېر ځله عام خلک وژلي او وحشتونه یې ترسره کړي دي، دې سازمان د دغو ډلو چې د دوی په قول د صفر یو تر صفر څلور، او د خوست د کمپاین په نوم ځواکونه پکې شامل دي په دې جنایاتو کې ښکېل بولي او ددې غوښتنه یې کړې چې دغه ځواکونه باید منحل او بې وسلې کړای شي.»
ویسا لیکلي، یادو ځواکونو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې قتل عامونه کړي؛ خو تراوسه نه حکومت او نه هم امریکا د شویو جنایتونو په اړه د یوې رسنۍ ځواب هم ویلی دی.
«په ننګرهار کې د څلورو وروڼو وژل او په یو شمېر نورو ولایتونو کې د لسګونو کسانو وژنه یې د بېلګې په دود یادې کړې دي. دا لومړی ځل هم نه دی چې د یادو ځواکونو د بې رحمیو او وحشتونو په باب غږونه اوچت شوي دي او آن د قربانیانو د کورنیو او نورو عامو خلکو لخوا د دغو ځواکونو پر خلاف لاریونونه شوي دي، یوناما او یو شمېر نورو نړیوالو او افغاني ادارو او شخصیتونو سختې نیوکې پرې کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان چې په نړیواله کچه د بشري حقونو اړوندو پېښو په باب غبرګون ښیي داسې په وضاحت راپور خپور کړ او د دې ځواکونو د منحل کېدو غوښتنه وشوه.»
ورځپاڼه لیکي، حکومت د شویو جنایتونو په اړه وویل، چې څېړنه به یې وکړي؛ خو دا چې دغه وسلهوال د سي ای اې غړي بلل شوي او افغانان دي؛ خو افغان حکومت پر حاکمیت نه لري، حتماً د حکومت مشروعیت تر سوال لاندې راولي؛ ځکه یادو ځواکونو دومره جنایتونه ترسره کړي، چې څېړنه به یې کلونه ـ کلونه واخلي.
«یو دا چې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په صراحت یاد ځواکونه د سي آی اې سازمان اړوند وبلل. معنا دا چې یوه بهرني استخباراتي سازمان وسله وال روزلي چې د هغو شتون او حضور په دغه بڼه د پوښتنې وړ دی. اوس به حکومت دې رسوایۍ ته خامخا پرتوګ ور اغوندي ځکه چې د ملي حاکمیت په مساله کې حکومت پړ دی. که څه هم امریکایي او ناټو ځواکونه هم په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې عملاً ښکېل دي، خو د سي آی اې اړوند داسې ځواکونه چې ظاهراً افغانان دي، مساله تر خطرناک حده پېچلې کوي.
حکومت د دې راپور له خپرېدو وروسته داسې ادعا وکړه چې ګواکي د همدغو شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې دوی په لنډو وختونو کې له وسله والو مخالفینو څخه څو ولسوالۍ بېرته نیولې دي. خو کله چې د بې ګناه او ملکي مرګ ژوبلې خبره مطرح کېږي، کله چې په تکراري بریدونو کې د عامو خلکو او آن په قصدي ډول د بې ګناه خلکو د وژلو خبره مطرح کېږي د ولسوالیو د نیولو مساله یې په مقابل کې هېڅ هم نه ده، ځکه چې ولسوالۍ خو په کال کې څو ځله لاس په لاس کېږي، د بشري حقونو مساله او په ټوله کې د یوه مشروع نظام مساله، د ملي حاکمیت او خپلواکۍ مساله هغه څه دي چې په هېڅ صورت باید بابېزه و نه ګڼل شي. جګړه داسې جنایت ته جواز نشي ورکولای. د اشرف غني له حکومت نه د دې تمه نشي کېدای، خو که په ټوله کې افغانان د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان دغه راپور جدي و نه نیسي او د یادو ځواکونو مساله حل نشي افغانان به د وینو او مرګونو په ډنډ کې د پخوا په څېر شټېږي.»