پر غزې د اسرائیلو بریدونو دوام؛ ګوترش دې وحشت ویرولی

عزم: (پنجشنبې، د لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲)؛ د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش د غزې په شمال کې د اردوګان جبالیه د کډوالو په کمپ باندې د اسرائیلي هوايي ځواکونو له وژونکي برید یوه ورځ وروسته وویل چې دغو بریدونو وحشت ویرولی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل، انتونیو ګوترش په غزه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو او د سه‌شنبې او چهار شنبې په ورځو د جبالیا د کډوالو په کمپ باندې د اسراییلو بریدونو وحشت ویرولی.
د اسرائیلو ضد ډلې حماس د ادعا کړې چې د جبالیا د

کډوالو په کمپ باندې د اسرائیلو د هوايي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹۵ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دې ډلې همداراز ویلي چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې پر دغه کمپ د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې شاوخوا ۷۸۰ کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو دا برید او ورته بریدونه چې روغتونونه، د استوګنې سیمې، ملکي وګړي او ماشومان په نښه کوي په پراخه کچه غندل شوي دي، خو د امریکا او برتانیې په ګډون د نړۍ ډېرو هېوادونو لا هم په دې جګړه کې د اسرائیلو د ملاتړ په اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی.

د کډوالو پر کمپ د اسرائیلو د هوايي برید په غبرګون کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د چهارشنبې په ورځ د نومبر په لومړۍ نېټه وویل چې اسرائیل په غزه کې د فلسطیني کډوالو تر ټولو لوی کمپ جبالیه کمپ باندې په هوايي برید سره غیر متناسب عمل ترسره کړ او یو جنګي جرم بلل کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button