د افغانستان او پاکستان ګاونډیټوب او د مهاجرو ستونزه!
هلال بلخي

له یوه میاشت څخه زیات وخت کیږي چې په پاکستان کې د مهاجرو ایستولو خبرې د مطبوعاتو او رسنیو سرلیک جوړوي. اسلامي امارت، د بشر د حقوقو نړیواله اداره او ملګري ملتونه په خپل وار سره د مهاجرو په زوره ایستل او د چارواکو ناسم چلند غندلی او په هکله یې خبرداری ورکړی دی. د بهرنیو، کورنیو، دفاع او مهاجرینو وزارتونه په لومړیو اونیو کې له پاکستانه وغوښتل چې له زغم څخه کار واخلي او د مهاجرو ځورول او په زوره شړل دې ودروي.
خو د ټولو غوښتنو سره سره بیا هم پاکستان خپله وینا او اراده عملي کړه او د مهاجرو نیول او ایستل یې پیل کړل. له تېرې ورځې راهیسې د مهاجرو نیول پیل شوي او پاکستاني پولیس په لارو، کوڅو کې ولاړ دي او هر څوک چې په نظر یې افغانی ورشي، کښته کوي یې او د کارت پوښتنه او غوښتنه ورڅخه کوي. چې کارت ورکړي، کارت یې جیب ته اچوي او مهاجر موتر ته!
له همدې ځایه د بېرته خلاصون لپاره د پیسو اخیستل پیل کیږی، نور نو بیا خبره د چنو او چالاکي ده، له لسو زرو څخه نېولې بیا تر هر څو چې وچسبیږي. د مهاجرو کاروبارونه په ټپه ولار دی. د روزګار او سودا لپاره څوک له کوره بهر نشي راوتلای. د تهاڼې پولیسو ته د هرې سیمې مهاجر معلوم دي او په خپل وار سره ور روان دي. موټر له مهاجرو ډک کړي او په تهاڼه کې بیا د پیسو اخیستلو وروسته یې بېرته خوشي کړي.
پاکستان زموږ ګاونډی مسلمان هیواد دی. د افغانانو او پاکستانیانو تر منځ له پېړیو پېړیو تعلقات، نږدې اړېکې او آن خپلوي شته. افغانان پاکستان ته د خپل دوهم کور په حیث ګوري. نو ځکه د شوروي یرغل له پيله، افغانان تر بل هر هیواد زیات پاکستان ته کډه او مهاجر شول. پاکستان کې ژوند کؤل، افغانانو ته داسې ښکاري لکه په خپل هیواد کې چې ژوند کوي. پاکستان دوه سوه اوویا میلیونه نفوس لري او څلوېښت کاله زموږ مهاجرو افغانانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی وو. د یو یا دوه میلیونه مهاجرو ایستل یې اقتصاد ته نه وده ورکوي او نه یې سقوط کوي. اوس چې د ژمې سر او د سوړ فصل پیل دی، په داسې بېړني حالت او نامناسب وخت کې په اجبار سره د بېوزله افغانانو ایستل غیر انساني عمل، او پر ټولو ښې کړنو یې د بطلان خط کشول دي.
په تېرو څلويښتو کلونو کې مهاجرو په پاکستان کې د امن او ثبات ژوند تیر کړی دی. په هیڅ یو سیاسي او حزبي ګوندونو کې ګډون او غړیتوب نه لري. د هجرت ناخوالو په وړاندې یې له صبر او زغم څخه کار اخیستی. د پاکستاني متعصبو ډلو او احزابو لخوا په وار وار ځورول شوي. د پولیس او ملیشو لخوا په ناحقه بندیان شوي او بېرته په پیسو خلاص شوي دي. هره اداره او شعبه کې چې کار پیدا شي، بېله رشوت یې کار نه ده ترسره شوی. خو د ټولو شته موانعو او نیمګرتیاوو باوجود یې د خپل مجبوریت په وجه یې هر څه زغملي او خپله غریبي او سوکاله ژوند پر مخ بیایي. له داسې مهاجرو سره زور او زیاتی د توجیح وړ نه ده. پاکستان ته پکار وه چې مهاجر یې خپلې خوشې ته پرېښودلی وای او کومو کسانو ته چې په وطن کې د ژوند او زندګی زمینه مساعد او ممکن شي، نو هیڅ افغان نه غواړي په پردي وطن کې شپې سبا کړي.
بل لورې ته افغانستان تازه په خپل پښو درېدلی دی. بیکاري او فقر اوس هم په دې هیواد کې لویه ستونزه ده. هره ورځ سلګونه ځوانان په قاچاقي لارو ګاونډي ملکونو ته ځي. په داسې یو ستونزمن حالت کې په یو ځلې د میلیونونو افغانانو وطن ته راتلل، پر افغانستان یو دروند بار دی. خو د دې سره سره بیا هم اړونده وزارتونه او ادارې خپل د وس او توان مطابق لازم تدابیر نیولي. د دفاع او ټرانسپوټ وزارتونه د کډوالو د انتقال لپاره لارۍ او بس موټرونه د تورخم او سپین بولدک پولو ته رسولي دي. خپلو ولایتونو او سیمو ته د کډوالو انتقال او رسؤل به په وړیا ډؤل ترسره کیږي. د احصاییې ملې اداره د ثبت او راجستر کولو لپاره یې خپل سیار ټیمونه لیږلي او صحي کلینیکونه هم په پولو کې فعاله شوي دي.
په پام کې ده چې راستنېدونکو کډوالو ته موقت میشت ځایونه برابر او له هغه وروسته بیا د دایمي استوګنځای او کاروبار لپاره زمینه ورته برابره شي. دا د شکر او حمد ځای دی چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن دی، کنه نو په تېرو وختونو او نظامونو کې موږ او تاسو ته رایاد دي چې مهاجر افغانان په ګاونډي هیوادونو کې له څومره بدبختیو او بې سرنوشتيو سره مخ وو او چې کله وطن ته راتللو ته مجبوره کېدل، نو هیڅ چا توجه نه ورته کوله.