جلال‌آباد ښار کې پر امنیت او ثبات رامنځته کولو ټینګار څرګند شو

عزم: (پنجشنبې، د لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲)؛ د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري د جلال‌آباد ښار نهه ګونه حوزو او ناحیو آمرينو ته په ښار کې د لا ښه امنيت او ثبات رامنځته کولو، د جرمونو مخنيوي او د مجرمانو په نيولو کې د قاطع اجراتو سپارښتنه وکړه.

‏د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سعید احمد بنوري د حوزو آمرينو ته لارښوونه وکړه، چې خپل مسوولیتونه وپېژني، د لاس لاندې کسانو کړنې تر څارنې لاندې ونيسي او د خلکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره شپه او ورځ لازمې هڅې تر سره کړي.

هغه د مسوولانو، سرتېرو او ولسونو قربانيو ته په نغوته کې څرګنده کړې چې هيڅ ډول غفلت ورته د زغملو نه‌دی؛ که د حوزو آمرين خپل مسووليت سم اداء نه‌کړي؛ نو د قانون له مخې به ور سره چلند وشي.

د ولایت مرستیال زیاته کړې: «د مجرمينو نيول او قانون ته سپارل ستاسو دنده ده.»

‏هغه د امنيتي، عدلي او قضايي ارګانونو له مسوولانو سره هم په خبرو کې ټینګار کړی، چې د هيچا واسطه ونه مني.

ویل کېږي، د حوزو آمرينو د ننګرهار مرستيال والي ته د خپلو اجراتو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل، چې د ولايت مرستيال ورته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه راز د ننګرهار د رسنیو مرکز زیاته کړې چې د عدلې ریيس فاتح الله فاتح د رهنمای معاملاتو اتحاديې له مسوولانو سره په ناسته کې سپارښتنه کړې چې هيڅوک نه‌شي کولی له پاکستان څخه بېرته راستنېدونکیو کورنيو ته د کورونو کرايې لوړې کړي. که دا کار وشي؛ نو له سرغړونکیو سره به يې قانوني چلند ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت زرګونه افغان کډوال راشړلي؛ د نیولو او ایستلو بهیر یې پیل کړی دی. د اسلامي امارت د مهاجرینو خدماتي کمیتې په تورخم کې زرګونه راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې د چمتووالي ډاډ څرګند کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button