سپین بولدک کې هم د کډوالو د ثبت او تشخیص پروسه پیل شوه

عزم(پنجشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند مرستیال بلال کریمي په خپل اېکس ولیکل چې په سپین بولدک کې هم د راستنېدونکو کډوالو د ثبت او تثبیت پروسه پیل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ثبت او احوال نفوس ادارې پرون رسنیو ته ویلي و چې خپل کارکوونکي یې د راستنېدونکو کډوالو د ثبت په موخه تورخم ښارګوټي ته استولي دي.
له دې وراخوا ملي دفاع وزارت ویلي چې سپین بولدک ته یې هم ګڼ شمېر لېږند وسایط، روغتیایي پرسونل او امبولانسونه استولي دي. افغان دولت وایي چې تازه کډوال به په لنډمهالو پنډغالو کې مېشت کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button