ماشومانو ژغورنې کمېټه: له پاکستانه راستنوشویو ماشومانو ته اندېښمن یو

عزم(پنجشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲): د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه خبر کې ویلي چې د هغه ماشومانو وضعیت ته په اندېښنه کې دي چې له پاکستانه په زور شړل کیږي. دوی وایي چې دا ماشومان په داسې حالت کې خپل هیواد ته رادرومي چې د ژوند تېرولو هېڅ اسانتیاوې نه لري.
دا سازمان وایي چې په تېرو شپږو اونیو کې یو سل او شل زره افغانان له پاکستانه په دې خاطر راوتلي چې پولیس یې ونه ربړوي. سازمان زیاتوي چې په دې راستنوشویو کې شاوخوا ۸۶ سلنه کوچنیان دي.
یاد سازمان وایي چې همکارانو یې له راستنوشویو افغانان پوښتلي او د دوی له قوله لیکي چې ډېری یې د ژوند تېرلو لپاره حتی کافي پیسې او خواړه هم نه لري.