راستنېدونکو کډوالو ته روغتیایي چوپړونه چمتو شوي

عزم(پنجشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزرات په یوه خبر کې ویلي چې د خپلو هڅو په لړ کې یې دا ځل په تورخم ښارګوټي کې روغتیایي چوپړونه فعال کړي دي.
وزارت وایي چې کافي روغتیايي پرسونل یې تورخم ته لېږلی او د راستنېدونکو کډوالو هراړخیز مرسته کوي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده هم نن پنجشنبه له یادو روغتیایي ټیمونو لېدنه کړې او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې پرته له کومه ځنډه دې ناروغانو ته روغتیایي چوپړونه چمتو شي.
له بلې خوا د مالوماتو او مخابراتې ټینکالوژۍ وزارت وایي چې په تورخم ښارګوټي کې یې مخابراتې انتنونه لګولي او هلته یې ۳جي او ۴جي انټرنټي چوپړونه ایجاد کړي. دوی وایي چې په تورخم کې په راستانوشویو هیوادوالو وړیا سیمکارتونه هم وېشي.
ویل کیږي چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني صاحب خپله سیمې ته تللی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button