کندز کې د پنځوسو روږدو درملنه شوې

عزم(پنجشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲): د کندز د امنیې قومندانۍ مسوولانو ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې یې شاوخوا د ۵۰ روږدو درملنه کړې ده. د یاد ولایت ځایي چارواکو ویلي چې په دې ولایت کې یې شاوخوا ۵۰ تنه نشهیان په بېلابېلو پنډغالو کې ساتلي وو، وړیا درملنه یې شوې او له رغېدو ورسته یې خپلو کورونو ته رخصت کړي دي.
د کندز ولایت امنیه قومندانۍ د امنیت امر الحاج مولوي محمد رحیم ذوالفقار رسنیو ته ویلي چې له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت مسوولینو د تیرو دوو میاشتو په لړ کې، ۱۲۰ تنه په نشو روږدي کسان د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ د هغه ولایت له بېلابېلو څنډو راټول کړل چې له ډلې یې د ۵۰تنو بشپړه درملنه شوې او نور د رغېدو په حال کې دي.
له کندز ورهاخوا د فاریاب ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې مسولانو ویلي چې د هغه ولایت له بېلابېلو برخو یې شاوخوا شل تنه نشه یان راټول کړي او تر درملنې وروسته یې روغ رمټ خپلو کورنیو ته سپارلي دي.