کرکټ وروسته ووشو؛ ووشو لوبغاړی د افغان کډوالو په پار د برونزو مډال پلوري

عزم(پنجشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲): د ووشو یو افغان لوبغاړي ویلي چې په اسیایي لوبو کې ګټلی د برونزو مډال پلوري او پیسې به یې له پاکستانه راستنېدونکو افغانانو ته ډالۍ کړي.
د هیواد د ووشو د ملي فدراسیون یوه لوبغاړي محمد خالد هوتک ویلي چې د برونزو هغه مډال پلوري چې په چین کې یې د اسیایي لوبو پر مهال ګټلی و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي فرید ملک هم د سپینو زرو هغه مډال پلور ته وړاندې کړ چې په چین کې یې د اسیایي لوبو پر مهال له پاکستانه ګټلی و.
له دې وړاندې د افغان لوبډلې بل پيلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ له پاکستانه د ګټلې د غوره لوبغاړي جایزه هغو افغانانو ته ځانګړې کړې وه چې پاکستان یې په زور افغانستان ته ستنوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button