اسلام اباد کې افغان سفیر له پاکستاني داخله وزیر سره کتلي
عزم(پنجشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲): په اسلام اباد کې د اسلامي امارت لوی سفارت ویلي چې سفیر یې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر سره کتلي او د ستنېدونکو افغان کډوالو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په ایکس پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې سفیر د افغان کډوالو د جبري اېستنې، د افغان کډوالو پر شته ستونزو او په ځانګړي ډول د افغانانو د پانګو پر لېږد بحث او خبري شوي دي.
افغان سفیر له بګټي غوښتي چې پولیس دې یې نور افغان کډوالو نه ربړوي، له ښځو او ماشومانو سره دې زیاتې نه کوي او په خپله خوښه دې کډوال ستانه کړي.
سرچینه وایي چې وزیر ژمنه کړې چې د نغدي او نانغدي پانګې د لېږد په اړه به یو میکانیزم جوړ او اعلان شي.
ده همداشان ویلي چې په تورخم او چمن کې به له ۱۴ کلونو د کم عمره ماشومانو بایومتریک نه کیږي او همداشان به په تمځایونو کې د ثبتونې پرسونل زیات کړي.
بګټي ویلي چې امنیتي ځواکونه به څار کوي چې افغان کډوال د لېږد پر مهال ونه ځوریږي. ده همداشان ویلي چې پاکستانۍ اداره به پولیسو ته سپارښتنه وکړي چې هغه افغانان ونه ځوروي چې قانوني اسناد لري.
له بلې خوا یو شمېر راستانه شوي افغانان وایي چې پاکساني پولیسو تروړلي او حتی په لویو لارو کې یې ترې قیمتي توکي، غواګانې او موټرسایکلونه هم کوز کړي دي.