د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت هوکړهلیک شوی

عزم(پنجشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲): یو شمېر ازبک رسنیو ویلي چې د تاشکند-کابل ترمنځ تازه د څه باندې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریر هوکړه لیک لاسلیک شوی.
ازبک رسنۍ وایي چې دغه هوکړه ليک کابل ته د ازبکستان د ولسمشر د مرستيال او د اسلامي امارت له مسوولينو او سوداګرو سره د ليدنې پر مهال لاسلیک شوی.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خاجیوف وویل: د ازبکستان د پانګونې، صنایعو او سوداګرۍ وزارت پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم تر درې میلیارده امریکایي ډالرو هم لوړ شي.
ازبکستاني مسوولان وایي چې په یوې ځانګړې تګلارې یې کار کړی چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه تر پخوا دوه چنده شي.
ورته مهال د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په اړه څه نه دي ویلي، خو دې وزارت وړاندې ویلي و چې له ازبکستان سره یې سوداګرۍ د تېر په پرتله پراخه شوې ده.