د ادبي غلا یوه کلیشه يي بڼه

علمي ـ ادبي غلا (پلېجرېزم) د معنوي غلا هغه ډول دی چې یو شخص د بل شخص له اجازې پرته د هغه کتاب، د کتاب یوه برخه، رساله، مقاله او یا یوه لیکنه په خپل نوم نشر کړي، ادبي غلا بلل کېږي.
ښاغلی استاد نجیب منلی یې د «ادبیاتو دنیا» نومي اثر کې داسې راپېژني: “ادبي سرقت دې ته ویل کېږي چې یو کس د بل پیداوار خپل پیداوار وګڼي.”
په عمومي توګه غلا یو بد عمل دی، چې انسان باید ترې ځان وساتي، د یاد عمل په ترسره کولو سره انسان د دنیا او آخرت له رسوایۍ سره مخ کېږي.
له نېکه مرغه د افغانستان په شمول ډېری هېوادونو د یاد جرم د مخنیوي لپاره قوانین وضع کړي، چې له امله یې یاد اشخاص د جزا ورکولو وړ ګرځي.
دا چې لیکنه اوږده نشي، نو راځو پر مقصودي موضوع بحث کوو.
په پوهنتونونو، انېسټیټیوټونو او نورو علمي او اکاډومیکو مرکزونو کې د نورو پر اثارو مادي او معنوي رتبې او ډالۍ اخېستل بېخي دود ګرځېدلی او یو ډېر شمېر کسان دغه کړنې ترسره کوي، چې په حقیقت کې دغه کړنې د «کاپي رایټ» له قانون سره په ټکر کې دي او ادبي غلا ګڼل کېږي.
د ادبي غلا هغه کلیشه‌يي ډول چې زموږ د بحث وړ موضوع ده، هغه په ‘پوهنتونونو کې د ارایه شویو مونوګرافونو/ پایلیکونو ارایه کول’ دي.
په پوهنتونونو کې هر کال که اویا سلنه نه وي نو پنځوس سلنه ارایه کېدونکي مونوګرافونه خو حتمن ارایه شوي وي، چې دا ډېره د اندېښنې وړ موضوع ده؛ ځکه چې یو زدکړیال چې شپاړس کاله تعلیم او تحصیل وکړي او بیا دېرش ـ څلوېښت پاڼې لیکنه ترتیب نکړای شي، نو بیا به له دغسې شخص څخه سړی څه ټولنې او هېواد ته د خدمت تمه کړي.
په یادې موضوع کې ځینې کادرونه او پوه اشخاص هم دخیل دي، د دې پر ځای چې د دغسې غبي او لټ و اشخاصو د ويښولو هڅې وکړي. (او دوی چمتو کړي، چې پخپله دوی هڅه او هاند وکړي، ترڅو خپل پایلیک پخپله چمتو کړي) د دوی لپاره کمپاین کوي او له نورو ملګرو ورته پایلیکونه غواړي، چې دوی یې په ټولګي کې ارایه کړي او له امله یې د څلور کلنې تحصیلي دورې د سند وړ وګرځي.
د نورو له پایلیکنو دفاع کول موږ له څېړنې، تخلیق او تحقیق څخه لاس په سر کوي او زموږ ذهن له پنځونو څخه بې برخې ساتي، چې دا له خپلې وړتیا او راتلوونکې سره لویه او نه جبرانېدونکې جفا ده.
ځینې ملګري به یاده لیکنه خوابدي کړي، مګر دا څرګند حقیقت دی؛ نو راځئ چې له خپلو وړتیاوو او استعدادونو څخه په ګټې اخېستې د ژوند په هره برخه کې د نوښت هڅه وکړو، ترڅو داسې څراغ وګرځو چې هم خپل او هم د نورو کورونه رڼا کړو.

لیکنه: نصرت اتل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button