د فکري بې لارۍ حل لارې

۱ – په ټولنه کې د علم او پوهې لپاره هلې ځلې کول، تر څو د ټولنې وګړي د سم او ناسم پیژندګلوي وکړي او د دښمن د هر پلان په موخه او هدف باندې ځان خبر کړي او د هغوی د مخنیوي لپاره مبارزه وکړي.
۲ – د اسلام حقیقي انځور د هر ډول ټولنیزو وسایلو څخه خپرول او درسي نصاب کې د ټولنې وګړو ته د اسلام حقیقي انځور رسول. او د ټولنې ځواناتو ته اسلامي فکري روحیه له هرې لارې رسول او د هغوي په فکرونو باندې کار کول.
۳ – د ټولنې وګړي د رسول الله صلي الله علیه وسلم د سیرت او صحابو کرامو د سیرت مطالعې ته تشویق کول او د هغوي په سنتونو او په اسلامي اخلاقو باندې خبرول . تر څو د خپل ژوند په چارو کې په نبوي سیرت او صورت باندې ځانونه برابر کړي .
۴ – د ټولنې وګړي دېته هڅول تر څو د پوهانو او متخصصینو علماء څخه د اسلام د یو حکم په اړه خپلې شرعي پوښتنې وکړي. او د هر چا څخه د اسلام په اړه له پوښتنې کولو څخه منع کول . تر څو د جاهلو کسانو د فتوا او اهدافو ښکار ونه ګرځي .
۵ – د ټولنې د وګړو لپاره د کار او وظیفې برابرول او د هغوي استعداونه په کار اچول او د هغوي وړتیاوي پیاوړي کول او همدارنګه د هغوي لپاره د عامه پوهاوي پرګرامونه چمتو کول .
۶ – د مور او پلار له طرفه خپلو اولادونو ته پوره پاملرنه کول او په پیل کې باید خپلو اولادونو ته له اسلامي اصولو سره سم ایماني روزنه ورکړئ . تر څو په راتلونکي کې د ټولنې د منحرف فکرونو ښکار ونه ګرځي .
۷ – د ټولنې او د ماحول د باطلو ډولو ، ګوندونو ، حزبونو څخه ځان خبرول او له هغوي څخه ځان لرې وساتل، ځکه چې هغوي هڅه کوي . تر څو د ټولنې وګړي د خپلو اهدافو لپاره وکاروي . او خپل اهداف ورباندي ترسره کړئ .
۸ – د هر ډول فکري انحراف او بې لارۍ په وړاندي مقاومت کول او د اسلام په اړه چې کوم څوک پوښتنه لري پوښتنو ته یې په نرمه لهجه سره قناعت کوونکي ځوابونه ورکول . شکوک یې له منځه وړل .
۹ – د ټولنې وګړي په یو بل باندې د بد ګومان کولو او یو بل ته په بد نظر کتلو او همدارنګه د یو بل په تکفیرولو باندې پوهول او هر چاته اجازه ورنه کړي چې په یو بل باندې په پورته مواردو کې ټاپې ولګوئ. ځکه دا هغه موراد دې چې له امله یې دا کړنې اکثره په بې علمو ، جاهلو ، او نوي ځوانانو کې لیدل کیږي. له همدې امله ویني بهیږي ، روحونه اخیستل کیږي. او په یو او بل باندې تجاوز کیږي ، چې د ټولنې سوکالي او امنیت له منځه ځي . نو د ټولنې علماوؤ ته لازمه ده چې خلګ د ایمان په مسائلو خبر کړي چې یو انسان کله کافر کیږي ؟
۱۰ – په ټولنه کې فکري منحرفینو ته سزا ورکول او همدارنګه د عدل او انصاف فضاء رامنځ ته کول او د خلګو فیصلې له خنډ او ځنډ پرته نافذول .
۱۱ – د هغه قومونو او ملتونو تاریخ مطالعه کول چې هغوي په دین کې انحرافات کول ، په شرک او نورو نارو کړنو اخته وو ، د هغوي لاملونه او د انحرافاتو اسباب ځان ته معلومول ، او د هغوي د انحراف د لاملونو څځه ځان ساتل .
۱۲ – د اسلامي نظام د بقاء او احیاء لپاره کار کول ، او د اسلام تاریخ مطالعه کول .
۱۳ – په ټولنه کې د سلام اچولو طریقه همیشه جاري ساتل ځکه چې له امله یې په تولنه کې د سلامتي ، ورورولي ، فضاء رامنځ ته کیږي او د یو او بل سره مینه ، محبت او تعلق زیاتیږي.
لیکنه: حشمت الله محمدي