لنډه کیسه: ناپوهي که هلاکت

ګل محمد د لاسونو ګوتې یو بل کې سره ور وستې، څو غبرګ ټړکا یې ترې ووېستل، د نصوارو چونډۍ یې د ترکاري منځ بوټو کې ور وغورځوله. کبیر کاکا ته یې کړل:
ـ لور ګانو او زامنو ته به دې د یو نخود په اندازه وخت نه ورکوې، چې بیا درته لوی سر دردی جوړېږي. پرون مې زوی له کرکېټ نه ناوخته راغی، د کرکېټ ټول کالي مې ورته څېري کړل او دوه درې بېټه مې په دا ملا ملا ووهو. مور ته یې چونګېدو، د نصیر مور ته مې ویل چې دا بې عقل درته څه لګیا دی، که تا راته د ده په هلکه څه خبره شروع کړه، ستا خیر هم نشته.
او هو، چې لورګانې هم خپلسرې اموخته نه کړې، په هره خبره ورته په قارېږه. تېره غرمه په څه هوس مې چرګ واخیست چې ښوروا راته پخه کړي، چې ښورا یې راوړه د کاسې پر ژۍ د سر ویښته پروت و، کاسه مې را جګه کړه جلۍ پسې مې ور غورځوله، غوښتل مې چې په دا سر ولګېږي خو هسې بج شوه، بیا پسې ورجګ شوم دوه درې څپېړې مې په دا مخ ـ مخ ووهله خو د سپي لور هېڅ ونه ژړل.
رېښتیا کبیر ګله د کریم زوی ته دې فکر شته، ښار کې یې نه پوهېږم د څه شي درس ویلی؛ خو له پلار نه یې دا ځان مشرـ مشر کوي، هر ځای چې یې ګورم پخې پخې خبرې یې شروع کړي وي او پلار دوس یې ورته هم خوشاله وي. څه رقم زمانه ده، توبه مې ده.
راشه زما زامن وګوره چېرته چې زه اوسم، خبرې خو پرېږده چې ساه هم په احتیاط اخلي، همدا زما د پټکو او قار زور دی، چې بس غلې خوله راشي او غلي پاسي. دا زما خبرې ټولې واوره او اولادونو ته دې هېڅکله وخت مه ورکوه، ښا!
تور اوږد پټو یې له ځان نه راتاو کړ او تریو تندی مخ پر کور روان شو.

سیاف زاخېلوال

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
×

Attention! On Wordpress is under technical work!
But we have good news, wants to get acquainted, for interesting communication! Click the Accept button start the adventure
Click Close to update page!