بلېک مېل رواني ناروغي ده

د بېوزله بېوزلي بربنډول؛ د محتاج‌شوي تقاضا ته د منافقت له مخې انعکاس ورکول؛ د ښوونې له چارې لومه جوړول او د شخصیتونو ښکار کول. دغو ټولو ته د «بلک میل» پایلې ویل کېږي. پخپله بلک مېل د مقابل کس پر وړاندې له پورته یادوشویو نکتو د مورچل استفاده کول او هغه ته ویل، چې که لږ وښورېدې، شخصیت به دې ووژنم!

د «بلک میل» ريښې او ښاخونه په ټولنه کې داسې خپاره دي، لکه په وجود کې رګونه. یانې زښته ډېر ډولونه او زښته ډېر ترسره‌کوونکي لري. په تېره بیا په هغه ټولنه کې چې پرېمانه اقتصادي او اخلاقي ستونزې لري.

بلک میل په حقیقت کې یوه رواني ناروغي ده، یوه خورا ګواښوونکې ناروغي، خو دا چې ولې فاعل ته ځان ناروغ نه ښکاري، ځکه چې اغېز یې کټ مټ د نارسیسیسم غوندې دی. یانې فرد ته خپل ځان له خپلې زاویې «د انسانیت نمونه» ښکاري، خو که د بل له نظره د ځان ننداره وکړي، ښايي د خپلې دې ناروغۍ چټک تشخیص وکړای شي.

بلک میل‌واله تر ډېره د ټولنې پیسه‌دار، مشهور، سیاسیون او هغه کسان وي چې ځان له عادي وګړو سره په تله کې دروند ښيي. مثلاً یو چا له چا سره خپل مشکل شریک کړ، مقابل کس د دې پرځای چې د خپل ملګري لاسنیوی وکړي، د هغه مشکل ته هوا ورکوي او په دې سره مقابل کس د عمر تر پایه له ځان سره «بلک میل» ساتي.

نو، پکار دا ده چې په ژوند کې ډېر کار د ‘انسان پر پېژندنه’ وشي، هغوی وپېژندل شي او واټن ورسره پيدا شي چې ککړ وجدان لري او لنډفکر.

لیکنه: عصمت الله صالح

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button