د مهاجرو مرغيو هرکلی

اوښکې مو جار شم له توپانه را ستنو مرغيو!
راځئ راځئ چې باغ مو خپل دی ميلمنو مرغيو!

زموږ د زړونو خړې پړې آشيانې ستاسو دي
زموږ لیمو کې د رڼو اوښکو دانې ستاسو دي

د بل چا بام که آسمان هم شي د قفس غوندې وي
پردی انگړ د قصابانو د جوس غوندې وي

دلته که گل نشته، په پرې شونډو موسکا خو لرو
که لاس مو تنگ دی، وېړ آسمان وېړه فضا خو لرو

هلته نور هر څه داسې تور دي لکه زړۀ د ښکاري
سپين پړک يوازې په اوبو کې کا چاړۀ د ښکاري

راځئ غوټۍ زړونه مو تنگ نه کړئ دا باغ مو بس دی
چې قناعت وي د رڼې سپوږمۍ څراغ مو بس دی

ځئ له اېرو کړو د ققنوس غوندې وزرې پيدا
شي به د زهرو کټوريو کې شکرې پيدا

اورورکي به شو رڼا به لور له لوري راوړو
لمر به په پنجو کې په سترگو کې به ستوري راوړو

راځئ د زړونو وينې زېړ مخ ته غازه کړو د باغ
راځئ نسيم د پسرلي شو روح تازه کړو د باغ

د دوزخ څنډه ده، که درکړي څوک جنت په اختيار
چې نه دې حق وي د فرياد او نه الوت په اختيار

جنت خو دا دی چې اختيار د آشيانې دې خپل وي
باغ دې وي خپل، واک د الوت او ترانې دې خپل وي

ډاکټر احسان الله درمل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button