راځئ چې د شاتو له مچيو يې زده کړو
مونږ لا کوچنيان وو، د مهاجرت شپې ورځې وې، يوه موسسه وه خلکو ته به يې اوو اوو صندوقونه د شاتو مچۍ ورکولې خو دا يې نه ورښودل، چې داڅه ډول روزل کيږي، ځينې خلکو له وخت سره خپل تجربې پکې وکړې او نورې يې هم زياتې کړې، هغه د چا خبره د شاتو موچيو روزلو ته يې کار وويل. لکه اوس چې په افغانستان کې د بېلابېلو موسسو او د کرنې وزارت لخوا د موچيو صندوقونه ورکول کيږي او په څنګ کې ورسره دوی ته د دې د پالنې لپاره روزنيز کورسونه هم ښودل کيږي، هغه وخت کې هم په ښارونو کې خلکو ته زدکړې ورکول کيدې؛ خو په کليو کې خلک پور ه نه و ورسره بلد. اوس هم زمونږ د پکتيا، خوست ، کونړ او ځينو نورو ولايتونو خلک هماغه فارمي موچۍ ساتي او کال په کال ترې ډيرې پيسې لاسته راوړي.
زه به چې کله له ښوونځي نه کور ته راغلم، نو له خپل تره سره به په مچيو کې بوخت وم، بلا پوښتنې به مې ترې کولې، يو ډول جالۍ به مو مخ ته اچولې وې، د دې لپاره، چې په مخ مو ونه چيچي؛ ځکه چې بيا مخ د سړي پړسيږي. داسې هم کيږي چې بيخي د سړي سترګې د پړسوب له امله پټې شي. زما په ياد دي، چې په وړکتوب کې يې زه په مخ چيچلی وم او مخ مې پړسيدلې و، په هغه شپو ورځو کې يې مهاجرينو ته د راشن فورمې جوړولې، بيا يې غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي توکي ورکول، په همدې شپو کې زما مخ پړسېدلی و، پلار مې راته غوسه و، کله يې چې هلته بوتلم ،هغه وخت د لستوڼي والا کمرې وې او فوري عکسونه به يې ايستل زما سترګې سره ورغلې وې ټولو خلکو راپورې خندل، هغه عکسونه اوس هم راسره شته دي. اوس تر هغوی زه زيات ورته خاندم. يو وخت زه په اتم ټولګي کې وم او د شاتو له مچيو سره ښه بلد شوی وم، په دريو مياشتو رخصتيو کې به ما د مچيو پالنه کوله، عجبه وه داسې ناروغۍ يې لرلې لکه دانسانانو، نس ناستی، کوخک، او نورې ناروغۍ به ورته پيدا کيدې او مونږ به يې له وخت سره درملنه کوله.
هر شی به يې دښمن و، چې هوا ته به پورته شوې مرغانو به په هوا کې ونيولې، په ونو کې به ميږيانو اونورو خزندوو نه پريښودې، چې خپل کور ته به راغلې دلته به هم مرغان، غټ غومبسان، ګونګټي ، مېږيان او نور حشرات ورته دښمنان جوړ شوي وو. مونږ به هم ورته زوريدو، ډيرې ستونزې به يې درلودې، هره ورځ بايد دوی کتل شوې وای او هغه چيلنجونه چې د دوی د دښمنانو له لوري به ورته متوجه کيدل، بايد د هغو د مخينوي لارې چارې سنجول شوې وای. پسرلی د دوی د ژوند لپاره ښه موسم دی، خوشالې او غوړې وي، نسل يې د پسرلي د پيل په شپو ورځو کې يو په درې زياتيږي او په ژمي کې بيا بيخي کمې وي.
د شاتو مچۍ عجب يو نظام لري، زه وايم که انساني نظام او حکومتونه او انساني چال چلند همداسې وای، د دنيا په مخ به د جرم، وحشت، قتل او کرکې نوم نه و، دوی ته خدای زمونږ په څېر شپېته يااتيا کلونه عمر نه دی ورکړی، دوی په عادي ډول له اته دېرش ورځو نه ونيسه تر دريو مياشتو پورې عمر لري او بيا لکه چې ومو ويل د بېلابېلو دښمنانو، ناروغيو او نورو موسمي ستونزو له امله ژوندله لاسه ورکوي، که له دې ستونزو بچ هم وي بيا يې هم تر څلور مياشتو ژوندزيات نه وي. عجبه داده، چې دوی په څو کټګوريو وېشتل شوې وي، کاري مچۍ چې په کار پسې وځي، که د شاتو وخت وي پر ګل کيني د ګل شېره زبيښي بيااوبو ته ځي اوبه پسې ځښي او د لوی خدای په قدرت سره ترې شات ( ګبين،عسل) جوړيږي، دويم ډول مچۍ يې د خپلو بچيانو پالنه کوي، د دوی په کورونوګرځي، خواړه ورکوي او چې له کوره رابهر شي نو دباندې يې باسي او بلدوي يې.دلته بايد يوه يادونه وکړم، چې د دوی د ژوند او پيداکيدو دوران په هغه ورځ چې ملکه هګۍ واچوي له دې ورځې وروسته په څوارلسمه ورځ مچۍ پيدا کيږي، په دې څوارلسو ورځو کې دوی د ژوندون له بېلا بېلو پړاوونو څخه تيريږي، دمثال په ډول اول هګۍ وي، بيا په شيره بدله شي، په اتمه ورځ په جسد بدليږي ، په لسمه ورځ نيم ژواندی کيږي او په څوارلسمه ورځ د سالمې مچۍ په بڼه رازيږي. بله ډله مچۍ بيا يوازې د خوراکې توکو راوړلو دنده لري، چې خپلو بچيانو ته يې ورکوي، او نورې يې هم ساتونکې مچۍ وي، دا بيا د صندوق مخې ته ناستې وي او نورې مچۍ، غلاوزې ( غرنۍ مچۍ) غومبسان او نور ژوي دې ته نور پريږې، چې د دوی صندوق يا کور ته ورنږدې شي. عجبه دا وي، چې په لسګونو او سلګونو کورونو کې دوی خپل کور نه خطا کوي او که ترې غلط شي؛ نو د بل کور مچۍ يې خپل کور ته نه ورپريږدي او پېژني يې، چې داد بل کور مچۍ ده.
ساتونکې مچۍ د خپل مهالوېش له مخې کار پر مخ بيايي، دکورمخې ته اته لس يا زياتې مچۍ ناستې وي، د دوی خپلې هغه مچۍ چې په کار پسې تللې وي او راشي نور سره ودریږي او هر کلی ورته ووايي، نور به يې خدای په خبرو پوهيږي او د ننه خپل خواړه يا شات ځای پر ځای کړي، ساتونکې مچې له خپل وخت او پيرې تېرولو وروسته ځي او نورې د هغوی پر ځای راځي. يو عجب او حيرانوونکی منظر بل هم شته، کله چې اوړی وي او سخته ګرمي وي همدا څارونکې مچۍ چې د کور مخې ته ناستې وي خپلې وزرې په داسې ډول پروي يا ښوروي، لکه مونږ او تاسې چې اګزاز ورته وايو، بېکاره هوا له صندوق ياکورځنې بهر کوي او تازه هوا د وزرونو په مرسته دننه کوي او په ژمي کې بيا د دې لپاره، چې يخه هوا د ننه نشي پرته له کاري مچيو نورې ټولې مچۍ دکور مخې ته راټوليږي او دروازه بندوي، د دې لپاره، چې بچيان يې يخ ونه وهي.
لکه وړاندې مو چې يادونه وکړه، د دوی ژوند په ګلانو او ګل بوټو پورې تړلی دی، د مچيو روزونکي د دوی د ژوند لپاره درې برخې په نظرکې نيسي او بيا هلته مچۍ وړي، اوبه، ګرده يا خوراکه او د شاتو ګلان، لکه پلوڅه، بېره، شوتله يا رشقه، ويلنی يا شنشوبی، بېکړ، مالټه يا نارنج او نور ګلان. بايد يادوونه وکړم، چې پورته ياد شوي ګلان دکال په بېلا بېلو وختونو او موسمونو کې راټوکيږي او عموماً په پاکستان کې خلک ورسره ډير بلد دي او ځانګړې سيمې يې هم معلومې دي. د مثال په ډول پلوڅه چې د پسرلي په لومړيو وختونو کې وي عموماً په ګرمي سيموکې پيداکيږي، لکه ميانوالي، پنجاب، ټل او ځينې نورې سيمې، په دې وخت کې د مچيو نسل هم زياتيږي، د مچيو ساتونکي وړاندې تر دې ورته صندوقونه تياروي که کال ښه اوباراني و، نو له يوه کوره دوه يا درې کورونه يا صندوقونه مچۍ زياتيږي. د بېرې ونې هم په پنجاب، کوهاټ، ميانوالي، کرک او د خټکو په نورو سيمو کې زياتې پيدا کيږي، د سپټمر په مياشت کې بېره ګل کيږي او خلک هلته خپلې مچۍ رسوي، بايد ووايم، چې د بېرې شات تر ټولو قيمت بېعه شات دي، چې زيات يې نورو هيوادونو ته لېږدول کيږي او په بېلابېلو درملو کې هم کارول کيږي، د موچيو ساتونکي د بېرې موسم ته ډير خوشاله وي او د ټول کال خواري ته يې په دې وخت کې دثمر لپاره سترګې وي. کله داسې هم وشي، چې وچکالي وي يا زيات بارانونه وي؛ نو د دوی کارونه هم ورسره خراب وي، عموماً په ژمي کې ګلان نه وي، دمچيو ساتونکي له بورې او شاتو نه شربت جوړوي او موچيو ته يې ورکوي. د ويلني يا شنشوبي ګبين په پکتيا، لوګر او ځينو ولايتو کې زيات وي، له نوروز وروسته زيات خلک هلته مچۍ لېږدوي. د مچيو وړل او راوړل هم ډيرې ستونزې لري. د ورځې زياتې مچۍ په کار پسې وځي، ساتونکي اړ دي، چې د شپې مهال کله چې کاري مچۍ کورونو ته راستنې شي، صندوقونه بند کړي او شپه په شپه يې بلې سيمې ته وليږدوي او سهار بايد مخکې تر لمرخاته مچۍ کوزې او ازادې کړای شي که داسې ونه شي؛ نو امکان لري، چې مچۍ ومري.
عجبه داده چې د شاتو مچۍ پېنځه سترګې لري، کله چې دوی هوا ته پورته شي، نو تر څو کلوميترو پورې دخپل تېز نظر له امله کوای شي، چې ګلان وويني او خپله ګټه ترې پورته کړي.
د شاتو مچۍ د پاکي هم ډېر خيال ساتي د هر صندوق يا کدو مچۍ چې بېديا په خټو ککړه وي يا يې وزرې رنګ شوې وي نورې مچۍ يې خپل کور ته نه راپريږدي تر هغې چې يا خپله ځان پاک کړي او يا يې د کور مخې ته ساتونکې مچۍ ښه پاکه کړي، د صندوق د ننه هم دوی هيڅ ډول چټلي نه کوي او خيری نه پريږدي. عجبه داده، چې دوی شپه ورځ کار کوي او خوب يې بيخي نشته. که کومه مچۍ زخمي وي، يا يې وزر لنډ وي يا يې پښه ماته وي يا کومه بله ستونزه ولري، د کور نورې مچۍ يې په هيڅ ډول د ننه نه پرېږدي له کوره يې راباسي او بيا يې کور ته د ننه نه راپرېږدي. دوی بايد شپه ورځ کار وکړي. ځينې وخت دوی له طبيعي پېښو؛ لکه لوږه، تنده، باران او نورو ناروغيو سره هم مخ کيږي، تر خپلې وسې پورې کوښښ کوي چې د دې پېښو پر وړاندې خپله مبارزه وکړي؛ خو که پاتې راغلې بيا مجبوراً په نورو صندوقونو هم ننوځي او د خپل ژوند او بچيو د بچ کولو کوښښ کوي.
زه دا خبرې د فارمي يا اهلي مچيو په اړه کوم. دوی خپل بادار او ساتونکي ته تر وسه پورې ډېرې ژمنې وي او په هيڅ صورت کې خپل کور يا کدو نه پرېږدي او ښه ساتونکی يې هم د دوی په طبع او ناروغيو پوهيږي، وخت په وخت پرې ګرځي او پالنه يې کوي. عجبه دا ده، څومره چې خلکو تجربه کړې دي، په ناولي، چلباز او بد عمله سړي پسې نه ځي، زيات د مچيو ساتونکي کوښښ کوي، چې خپل سم کاروبار ته ژمن پاتې شي او له يادو کړنو څخه ځان وساتي، دا کيدای شي د دوی يو ډول انګېرنه وي؛ خو د مچيو د روزلو په حق کې ښه خبره ده.
ويل کيږي، چې په نړۍ کې نږدې درې سوه ډوله مچۍ ژوند کوي، چې ځينې يې په ډله ييز ډول ژوند کوي او ځينې يې بيا په فردي ډول. په پاکستان او افغانستان کې عموماًً درې ډوله د شاتو مچۍ لېدل کيږي، چې په ټوليز ډول ژوند کوي او د موسم د بدليدو سره له يوځايه بل ځای ته کوچ کوي. يو ډول يې غټې مچۍ دي چې خلک يې غلاوزې هم بولي، دوی نه اهلي کيږي او په ځنګلونو، غرونو او يا د دنګو ونو په ښاخونو او دېوالونو پورې راځوړند خپل د پوڅو کور اچوي. دا ډول مچۍ به تاسې زياتې ليدلې وي، چې سخت نېښونه لري او چيچل يې هم له ډېره درده ډک وي اکثره يې ماشومان يا غټان چې په وولي نو د لارې په سر هيڅوک نه پريږدي، دوی يو ضد بل هم لري تر وسه پورې خپل دښمن چې وار يې پرې کړی وي يا يې ازار کړې وي، هغه چيچي خو له دې پرته په نورو لارويانو هم صرفه نه کوي. عجبه داده چې دا او د نورو ډولونو مچيو په ګډون نورې مچۍ چې انسان وچيچي نو نېښ يې د انسان په پوستکي کې پاتې کيږي او له څه وخت وروسته دا مچۍ هم ژوندۍ نه پاتې کيږي. غلاوزې نظر نورو دوو ډولونو ته غټې او تکې تورې وي. دوی قوي هم وي په نورو مچيو يې زور بر وي هغه ځای چې دوی له ګلانو شيره راټولوي نورې مچۍ نشي ورتلای دوی ځينې وخت چې وږي شي په وړو مچيو باندې په ډله ييز ډول بريد کوي او له دوی ځنې شات خوري.
زه هغه وخت کوچنی وم تره او ماما مې غوښل چې له همدې غرنيو مچيو يا غلاوزو ځنې هم شات راپرې کړي او هم يې پېټۍ يا صندوق ته واچوي، دا ورته معلومه نه وه، چې دا ډول يې نه اهلي کيږي، هغه وخت مونږ تازه تازه له فارمي مچيو سره بلد شوي و، زه هم له دوی سره لاړم، څه وخت چې دوی لاندې پېټۍ ورته ونيوله او له پاسه يې مچۍ پکې راڅنډ وهلې؛ نو کومې مچۍ چې له صندوق ځنې پاتې شوې هغوی په ډله ييز ډول په مونږ بريد وکړ، ان د سترګو د ننه يې هم چيچلي و، دوی ته څومره لاسونه ښوروې هومره نورې هم درته راځي او چيچي دې، مونږ ترې منډې کړې دوی هم راپسې وې د اوبو په ډنډ يا حوض ترې ننوتو کله به مو چې سرونه له اوبو راوېستل بيا به راباندې ونښتې، ويل کيږي که له سلو زياتې مچۍ سړی وچیچي ممکن ومري. له داسې موچيو نه د ځان ساتلو ښه لاره داده، چې سړی پړمخ پر زمکه څملي او هيڅ حرکت ونکړي، بيا يې مچۍ نه چيچي. ډيرو خلکو به له دې ډول مچيو نه د ګبين اخيستو په خاطر له خپله ځانه جامې راتاو کړې. مخ، لاسونه، پښې لنډه دا چې ټول ځان به يې پټ کړو او بيا به يې له لاندې لوري څخه مچيو ته اور ورپورې کړ، مچۍ به يې وسېزلې او شات به يې هم په لوګيو تور او بې خونده کړل د مچيو بچي به هم خاورې او اېرې شول؛ خو له وخت سره مونږ يوه بله تجربه وکړه، مونږ به يو ډول پاوډر چې سلفر پاوډر نوميږي او عموماًً د مچيو روزونکي د دوی لپاره د يو ډول ناروغي د درملنې په موخه کاروي او په طبي لابراتوارونو کې هم د ځينو معايناتو لپاره کارول کيږي. دا پاوډر به مو راواخيستل، د غوا په غوشايو به مو اور بل کړو او له پاسه مو سلفر لږ پرې ودوړول، يو ډول بوی به يې کولو، څه مهال به چې مچيو ته ورنږدې شوو، پرته له دې چې ځانونه ترې پټ کړو، هغه لوګی به مو په بيړه بيړه تر مچيو ورساوو، موچۍ به سره ببرې شوې او يا به والوتې، خو چيچل يې نه کول، مونږ به ښه په خلاص زړه شات ترې راپرې کړل، نه به د دوی بچيو ته زيان رسيدو او نه به يې پوڅه او کورونه خرابېدل، له لږ ځنډ وروسته به بېرته خپل کور ته راستنې شوې او په کار به يې پيل وکړو، دا يې ډېره غوره او په زړه پورې لاره ده. په دې مچيو کې يو کار شته، که غرض دې پرې کاوو، يا دې وېشتې يا دې ورانی ورسره کولو نو چيچل کوي او که غرض نه پرې وهې؛ نو هيڅ هم انسان ته نه وايي.
يو ډول يې کوچنۍ کوچنۍ مچۍ دي، چې له عادي مچانو لږ غټې او له فارمي مچيو لږ کوچنۍ دي، دا هم په ديوالونو او په وړو وړو ونو او بوټو کې کورونه جوړوي، دوی زيات چيچل نه کوي، شات يې هم قيمتي او ډير کم موندل کيږي په دغو د هر چا زور بر وي او په اسانۍ سره ترې شات اخيستلی شي، د دوی شات په دې سبب هم قيمتي او غوره وي؛ ځکه چې دوی کوچنۍ وي او ځينې داسې ګلان، چې نورې غټې مچۍ نه شي کولی، چې په اسانه سره ترې شېره يا اوبه ځبيښي، دوی ګل ته په اسانۍ سره ورننوتلی شي، دا ډول مچۍ هم نه اهلي کيږي.
يو ډول مچۍ نورې هم دي، چې د فارمي موچيو بڼې ته ورنږدې دي، دا ډول يې په تيراه او نورو غرنيو سيمو کې خلک په کدوګانو کې ساتي. کدو له لرګي ورته جوړيږي، ځينې خلک يې له خټو هم ورته جوړوي خو د هغوی د نسل زياتول يو څه ستونزمن وي. له فارمي موچيو سره خلک ډېر بلد وي، ټولو خواوو ته يې پام وي د اوړي په پيل کې مچۍ زياتيږي دمچيو ساتونکي هم ډير ورته خوشاله وي، د شاتو مچۍ په ټول صندوق کې يوه ملکه لري، ټولې هګۍ همدا ملکه اچوي، ملکه له نورو مچيو اوږده او غوړه پړه وي، داد دوی په سر پاچا وي. مچۍ يې هم ښه ساتي، ملکه شپه ورځ په کورونو ګرځي، بايد ووايم چې په هر صندوق کې لس فريمونه ياچوکاټونه وي اوپه هر چوکاټ کې په سلګونو کورونه وي، ملکه پرې ګرځي او په خالي کورونو کې هګۍ اچوي، هره ځوانه ملکه د ورځې سلګونه هګۍ اچوي، په ژمي کې دا شمېره لسګونو ته راټيټيږي، ملکه هم بايد شپه ورځ کار وکړي، د کار څارنه وکړي او هګۍ واچوي، که داسې يې ونکړل، مچۍ مجبوريږي، چې بله ملکه پيدا کيږي او دا يوه ووژني، داسې نه شي، تر څو يې چې بله ملکه نه وي پيدا کړې، دا ملکه نه وژني. زيات وخت مچۍ ملکه نه وژني؛ بلکې له کوره يې د باندې راباسي، ملکه بيا کوښښ کوي، چې کور ته ورشي خو دوی يې نه پريږدي، که ملکه کومه ستونزه ولري، پښه يې ماته وي، وزر يې نيم وي يا بل کوم عيب ولري هم يې مچۍ له کوره شړي. بيا يې نورې مچۍ امر نه مني او نه يې په پاچاهي نازيږي. کوم وخت چې ملکه روغه رمټه وي د باندې نه راوځي او که يې زړه وغواړي؛ نو د مچيو غټ لښکر ورسره راوځي او بدرګه کوي يې ؛ خو په داسې وختونو کې بيا هغه يوازې يوه اوږده مچۍ وي او ملکه نه وي.
ويل کيږي، چې په ټول ژوند کې ملکه يو ځل له نر سره يو ځای کيږي، دا نران په کم شمېر سره په صندوق کې وي، له نورو مچيو غټ وي، دوی نه چيچل کوی شي، نه نېښ لري، نه شات راوړي، نه بچي روزي، بس هغه د چا خبره خوري څکي او حساب نه مني؛ خو که کوم وخت مچۍ له قحطي يا د شاتو له کمښت سره مخ شي بيا په ټوليز ډول نران وژني يا يې له کوره باسي.
ځوانه ملکه لږ کوچنۍ وي له وخت تيريدو سره لوييږي، عجبه داده، لکه وړاندې مو چې وويل، نورې مچۍ دوه يا درې مياشتې عمر لري؛ خو ملکه عموماُُ له يو کال نه ونيسه تر دريو او څلورو کلونو پورې عمر لري، دوی د خپل ژوند په بهير کې په لکونو او مليونونو هګۍ اچوي.
ملکې ته د خپلې پاچاهۍ ښه معلومات کيږي، چې له کومو خطراتو، قحطي او نورو چيلنجونو سره مخ کيدونکې دي او په وخت سره تصميم ورته نيسي. څه مهال يې چې بچيان زيات شي او په صندوق يا کدو کې نه ځاييږي، بيا ملکه او موچۍ په ګډه سره د يوې بلې ملکې کور هم جوړوي په اتلسمه ورځ څه مهال چې دا ملکه له کوره راووځي، زړه ملکه بايد له زړو مچيو سره له کوره ووځي، او نيمې بايد له نوې سره پاتې شي، عجبه داده، چې په يوې پېټۍ يا صندوق کې دوه ملکې يوه شپه هم نشي سره اوسېدی، دوه پاچايان وخت نشي سره تېروی، د انسانانو په څېر دوی هم مارشل لا لګوي او زور هم د نوې ملکې زيات وي، څه مهال چې زړه ملکه له خپلو ملګرو مچيو سره له کوره راووځي د مچيو ساتونکي تيار ورته ناست وي، صندوق ورسره وي، مچۍ بيا هم لرې نه ځي، نږدې په ونه کې کينې، ساتونکي کوښښ کوي، چې د مچيو په منځ کې ملکه پيدا کړي او صندوق ته يې واچوي، تر هغې يې چې ملکه صندوق ته نه وي اچولې نورې مچۍ بېرته له صندوقه وځي. ملکه پېژندل کيږي له نورو مچيو اوږده او رڼه وي او چيچل هم نه کوي. عجبه دا ده، چې بېلې شوې مچۍ بيا په هيڅ صورت کې له خپلو زړو مچيو سره يو ځای کېدای نشي، نه د يو بل کورونو ته ورتلی شي او نه هم بياپه د پخوا په څېر د ورور او خور په نوم سره پېژني، اوس دا بېل کور وي او هغه بېل، نه د يو بل په تمه وي او نه له يو بل سره همکاري کوي.
د انسانانو په څېر دوی هم ژوند ډېر خوږ دی، داسې وخت راځي، چې وچکالي وي، جوار، باجره او په نورو وړو وړو ګلونو کې ګرده يا خوراکه نه وي د دوی بچي وږي وي او شات هم ورخلاص شوي وي، که ساتونکی يې په وخت د خوراکې غم وکړي؛ نو ښه ده ګني په نورو صندوقونو حمله کوي له سرونو پرې تيريږي او د خپل ژوند غم کوي، ژوند بيا اکثره داسې شي، چې د دوي پر مرګ تمام شي؛ خو يوه ناکامه هڅه يې خو يې کړې وي. دوی تر وسه پورې چاته لاس نه نيسي، په نورو مچيو کار نه لري خپل محنت کوي، کله کله سړی ورته حيران شي،څه وخت چې ونې ګل شي د پلوڅو او بېرو ونو له شېرو ډکې شي، په يوه اونۍکې دومره پرېمان ګبين راوړي، چې د انسان عقل يې نه مني. دا چې بيا د مچيو ساتونکي ترې په څه ډول ګبين وباسي، دا هم په زړه پورې وي، له دوی سره داسې ساده مشنيونه دي، چې ډير کم قيمت لري، دوی له چوکټونو د برش په مرسته مچۍ لرې کوي، ګوښه يې مشين ورته اېښی وي، کوم کورونه، چې دوی په شاتو پوښلي او بند کړي وي، هغه د شانې يا ګومنځ په مرسته ترې لرې کوي، مشين د هوا په زور ترې شات باسي او د ګبينو کورونه د بل وخت لپاره هم سالم پاتې کيږي، دوی هغه چوکټونه، بېرته مچيو ته ږدي او مچۍ بيا شات پکې اچوي، او بيا يې ډکوي، داسې داسلسله پسې روانه وي.
لکه وړاندې مو چې وويل د شاتو هم ډېر ډولونه دي، خلک يې د بېلابېلو ناروغيو لپاره خوري په قران کريم کې هم د مچيو او دشاتو ذکر شوی دی او خدای پاک فرمايلي دي، چې په شاتو کې د خلکو لپاره شفا ده. د زړو مچيو شات ښه او ټينګ وي او د نويو مچيو بيا نري او رڼه وي.
په بازارونو کې د شاتو ډېر ډولونه موندل کيږي؛ خو ډېری خلک پرې غوليږي او کم اصل شات خلک پرې پلوري. اوس په د شاتو له تجارانو سره داسې آلې شته، چې د شاتو اصليت او کم اصليت پرې مالوموي، له دې پرته، چې د چا ورسره مخه وي، يعنې کاروبار يې وي، هغوی ته له رنګ، بوی او خوند څکلو معلوميږي، چې دا سوچه دي او که نه. سوچه شات چې په زمکه واچوې له ځانه سره خاوره نه پورته کوي او رڼه په زمکه بهيږي، ځينې نورې لارې يې هم شته، چې سوچه والی یې معلوم کړو، که په يوه ډبل يا غټ کاغذ د شاتو څو څاڅکي واچوئ، له لاندې اور ورته ونيسئ، که چېرې يې کوپڼۍ وکړې او بېرته په خپل حال پاتې شول؛ نو سوچه دي او که کلک شول نو سوچه نه دي. د شاتو د اخيستلو په وخت کې بايد ډير فکر وشي؛ ځکه چې اوس ډير شربتونه او مشروبات، چې يوازې د شاتو ذايقه پکې ګډه کړای شوې وي، د اصل شاتو په نوم پلورل کيږي.
د شاتو د مچيو ډېره په زړه پورې او عجبه دنيا ده، که تاسې يې له نږدې وڅارئ او څوک مو پرې وپوهوي، خپل ژوند، کړه وړه او دهيوادونو پاچاهۍ ، ښه او بد حکومتونه به مو سترګو ته ودريږي، کاش چې مونږ له دوی نه زده کړي وای، چې کار څنګه کيږي، ځانونه، کورونه او هېوادونه څنګه جوړيږي، يووالی څه وي، رښتينې مينه څه وي،مشر، رهبر، لارښود څه وي، بايد څه وکړي او نظام يې بايد څنګه وي. خپل کار کسب او ورته ژمنتيا څنګه وي، په کارکې اخلاص بايد تر کومه بريده وي، د پېښو پر وړاندې بايد مقاومت څنګه وشي او د حل لارې يې بايد څنګه ولټول شي دا او نور ډېر حکايتونه، حقيقتونه او رښتينې کيسې تاسې د شاتو د مچيو په ژوند کې کتلی شئ.
لیکنه: ډاکټر محمدحنيف حيران