د وطن د مور اولاده!

زه پوهېږم چې ستا زوکړه
د وطن له غېږې لرې
د وجود په بېله شوې خاوره شوې
خو فطرت دې راته وايي
چې اروا دې د هغې خوشبو او مینې
د خواږه تړون کیسه ده
چې زرګونه کاله وروسته
مازدیګر په لمر لوېدو کې
د سهار خوږو شېبو کې
د وطن د جلالي غرونو له څوکو
ځي د خدای د نور ترغېږې
د وطن د مور اولاده!
که کلونه وروسته نور هم
د نړۍ په لرې کونج کې رانه ورک شې
خو زمان به دې مجبور کړي
د مکان لمن به ټوله شي له پښو دې
ته به بېرته را ستنېږې
د مورکۍ په لوی پلو کې به پټېږې
د وطن د مور اولاده!
راشه، غرونه او درې دې هر کلی کړي
له ژوندون وتې شېبې دې هر کلی کړي
دا خورې پراخه لمنې
باید کلي شي ښارونه
د ژوند رنګ په کې را شین شي
د پردیو وطنونو نه هم ښکلي
نازولي شي دا ټول غرونه راغونه
خدای خو لوی دی مهربان دی
د پري شوي زړه پیوند به دې را جوړ کړي
په ښو ډېرو ښایستونو به دې موړ کړي
ګل الرحمن رحماني