تېزه وده کوونکې ونه او د کرلو صنعت یې!

نړۍ کې تر ټولو په تيزه وده کونکې ونه پاولونيا ده، چې اور نه اخلي او فایر پروف ده، په انګليسي دغه ونې ته Paulownia ليکل کيږي، دا يو جرمنۍ ونه ده او د جرمني هيواد زراعت د ماهرينو او پوهانو ايجاد دی.
پاولونيا هر کال 6 متره د لوړيدو ريکارډ لري، سخت او فایر پروف لرګي لرونکې، ماحول دوست دي، د هر هيواد زمينې او موسمي حالاتو او همدارنګه په کمو اوبو کې حاصل ورکوونکې ونه ده.
د لرګي وزن کم ليکن نهايت پايدار دی، بحري بيړيو او همدارنګه جنګي الوتکو کې استعماليږي، د موسيقۍ آلاتو جوړښت کې هم تر ټولو زيات استعماليږي، لرګي يې په نړيوالو بازارونو کې قيمته دي. پرته د خنډونو خپل ښايست لري، ونه يې لکه نښتر پرته له ګډوډي عمودي وده کوي.
جرمني په مسلسل ډول د دغو ونو ځنګلونه جوړوي او د فرنيچر، بيړيو او جنګي الوتکو په جوړښت کې ترې کار اخلي.
دغه ونه اوس چين او جاپان کې هم ډير کرل کيږي.
د پسرلي په موسم کې ښکلي جيګري رنګ کې ګلان کوي او ورسره ښايسته خوشبويي هم لري. لويې لويې پاڼې او يخ سوري ورکونکې خاصيت لري.
اسرائيل چې ډيره خشکه ځمکه لري، هلته یې په وچه ځمکې کې بهترينه نتيجه ورکړه او اوسمهال د بزغلي او نرسري لپاره د جرمني څخه تر ټولو لوي خريدار اسرائيل دي.
د ونو پاڼې د ويټامين ډي څخه ډکې او د واړه مال لپاره بهترين خوراک دی. له ګلانو څخه یې بهترين شهد لاس ته راځي.
همدارنګه اردن هم په حکومتي سطحه د دغو ونو کرنه پيل کړې او په دې اړه يې خپل شل کلن پلان اعلان کړی، اردن هيواد خپل هيوادوال او زرعي برخه مکلفه کړې چې دغې ونې شجر کاري وکړي او په قطع کولو يې شل کاله بنديز لګولی.
دغه ونه د نښترو په ډول حاصل ورکوونکې ليکن دومره توپير لري چي د نښترو ديرش او يا څلويښت کلن مزل نوموړې ونه په څلور پنځه کالو کې کوي.
له بله پلوه د اکسيجن کمښت پوره کولو لپاره بهترين انتخاب دی. له همدې امله ملل متحد يي اړوند د کاربن ډاي اکسایډ اومشن سرټيفکيټ هم ورکوي نو په دې اساس د هر هيکټار ځمکې پر سر د کال 500 ډالر ورکول کيږي.
په افغانستان کې بايد د زراعت وزارت او زراعتي سکتورونو لخوا ترويج شي او همدارنګه د قوشتي او نورو کانالونو راتلونکو ځنګلونو کې د کرلو لپاره انتخاب شي.