هیکنګ (Hacking)

کله چې په یو کمپیوټر سیسټم، ځیرک تیلیفون، ټابلیټ یا نیټورک کې کمزوری پيدا او له دغه کمزورې نه په ګټه اخیستلو سره سیسټم ته لاسرسی پيدا کړي، دیته هیکنګ ویل کیږي. هغه څوک چې د سیسټم له کمزوریو څخه ګټه اخلي، نو دغه کس ته هیکر ویل کیږي. هیکر باید د کمپیوټر پروګرامینګ او کمپیوټر سیکورټي سره بلد وي. هیکر ته غل نه شو ویلای، ځکه چې د هیکر وظیفه دا ده چې د سیسټم کمزوری له منځه یوسي. د هیکنګ لپاره د 100000 څخه زیات وایروسونه وجود لري. چې د ایمیل، شاګرد، بلاګ او نیټورک اډمینسټریټر په شکل سیسټم ته ننوځي. د مخنیوی لپاره باید نامهم ایمیلونه ډيلیټ کړو، انټرنیټ کې په هره صفحه کې خپل ایمیل او پاسورډ داخل نه کړو او خپل سیسټم ته یو ښه انټي وایروس ولرو.
هیکر مختلف ډولونه لري، چې مشهور 3 یې white hat هیکر، black hat هیکر او grey hat هیکر دی، چې white hat هیکر ته ethical یا هم اخلاقي هیکر ویل کیږي. White hat هیکر د حکومت یا کمپنیو سره قرارداد یا هم کارکوونکي په شکل د سیسټم د امنیت په برخه کې کار کوي، تر څو سیسټم کمزوری نقطې پیدا او له منځه یې یوسي. Black hat عموما سیسټم ته د داخلیدلو لپاره وایروسونه جوړوي، دا خپل کار د پیسو لپاره کوي او غواړي چې مهمه ډيټا غلا یا یې هم له منځه یوسي. Grey hat هیکر د دی نورو دواړو ډولونو ترمینځ راځي، چې هم ښه او هم بد کار کوي، چې د مهارتونو د لوړولو او شخصي ګټو لپاره کوي. د هیکنګ وروستی حمله څو ورځي مخکې په ټویټر باندې چې د نړۍ د ځینو مشهورو اکاونټونو لکه بارک اوباما، جوبایډن، بیل ګیټس او د تیسلا کمپنۍ مشر او داسې نورو اکونټونو هیک کول ول.
لیکنه: عبدالرحمن تسل