نړیوال جام؛ هندوستان سري لنکا ته په ۳۰۲ منډو ماتې ورکړه

عزم (پنجشنبه، د لړم ۱۱مه، ۱۴۰۲): د نړیوال جام په ۳۳مه لوبه کې چې وانکیډې لوبغالي کې ترسره شوه هندوستان سري لنکا ته د ۳۰۲ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه.
د لوبې پچه سري لنکا وګټله او هندوستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې دا پرېکړه بیخي ناسمه ثابته شو، ځکه هند په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ ویکټو په زیان سره ۳۵۷ منډې وکړې.
شوبمن ګېل ۹۲، ویرات کوهلي ۸۸ او سریش آیر ۸۲ منډې وکړې.
سري لنکا ته مدوشانکا ۵ او چمیرا ۱ ویکټه واخیسته.
په ځوابي لوبه کې سري لنکا په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۵ منډې وکړې.
په توپوهنه کې ۵ لوبغاړي په صفر وسوځېدل او یوازې دریو لوبغاړو تر لسو ډیر منډې وکړې.
هندوستان ته محمدشامي ۵ او محمد سراج ۳ ویکټې واخیستې.
د لوبې غوره لوبغاړی محمد شامي و.
دا په نړیوال جام کې د هندوستان اوومه مسلسله بریا وه.
په دې سره هندوستان نیمه پایلوبې ته لاره وموندله.
نننۍ لوبه کې ډیر ریکارډونه هم جوړ شول او سري لنکا د نړیوال جام یوه تر ټوله ستره ماتې وخوړه.
سبا په نړیوال جام کې د افغانستان او نیدرلینډ ترمنځ سیالي کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button