وزیري : د ملي اردو د خلاصون هڅې روانې دي

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي ، د  ملي اردو ۱۵سرتیرو او ۲ بهرنیانو د خلاصون هڅې روانې دي .

وزیري وایي ، د دفاع وزارت دنده لري چې له وسله والو طالبانو نیول شوي کسان خلاص کړي .

په ۲۴ نومبر ، د فاریاب په خواجه موسې  ولسوالۍ د تخت بازار په سیمه کې یوه الوتکه د طالبانو په برید کې نسکوره شوه ، الوتکې اور واخست ۵ تنه په کې ووژل شول .

طالبان وایي ، د ملي اردو ۱۵ تنه ژوندي نیول شوي عسکر یې خوندي سیمو ته انتقال کړي دي .

اصف افغان

 

 

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button