لوګر کي داردو چورلکه نسکوره شوې، درې تنه پکي وژل شوي

دافغانستان ددفاع وزارت تائید کړې، چي په لوګر کي دپوځ یوه چورلکه نسکوره شوې او په ترڅ کي يې درې تنه وژل شوي دي.
ددفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي، چي دغه روزنيزه چورلکه دروزني په مهال نسکوره شوې ده، چي درې تنه پکي وژل شوي اویو بل تن ټپي شوی دی.
دنوموړي په خبره، چي دغه روزنيزه چورلکه دپوځ دروزنيزي قطعې اړوند وه.
دلوګر چارواکو ویلي، چي دافغان پوځ یوه چورلکه ددغه ولایت په محمداغه ولسوالۍ کي نسکوه شوې ده.
دولت وزیري ویلي، چي دغه چورلکه ايم اې ۱۱ ډوله وه، چي په روسیه کي جوړه شوې وه.
وزیري په پېښه کي دطالبانو لاس لرل رد کړي دي.
عادل خپلواک