اشرف غني مذاکراتي ټیم کې د غیرت بهیر غړیتوب لغوه کړی
عزم(یکشنبه، ۱۴ مرغومی ۱۳۹۹): تر اوسه ارګ په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو یو شمیر سرچینې وایي چې اشرف غني مذاکراتي ټیم حخه د غیرت بهیر غړیتوب لغوه کړی.
غیرت بهیر د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ته له نږدې کسانو څخه بلل کیږي او د حکمتیار زوم هم ده.
د نوموړي غړیتوب داسې مهال لغوه کیږي، چې د اشرف غني او حکمتیار ترمنځ په دې وروستیو کې ناندری راپورته شوي او حکمتیار د ملي روغې جوړې شورا دواړو ناستو کې هم ګډون نه درلود.
سرچینې وایي د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله په دې اړه له ارګ مشر غني سره خپل مخالفت هم ښودلی، خو بیا هم د هغه غړیتوب لغوه بلل شوی.
دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د عطانور د زوی خالد نور په اړه هم ویل شوي وو چې غړیتوب یې لغوه شوی، خو ارګ سپیناوی ورکړ او دا یې بېځایه یاد کړل.
د یادونې وړ دی چې ارګ تر اوسه په رسمي توګه د غیرت بهیر د عضویت د ختمیدو په اړه څه نه دي ویلي.