دین مه پلورئ!

لیکنه: ادهم شرقاوي
ژباړه: محمدنعیم پرهېز
ملګریه!
مشهور تابعي عبدالله بن محیریز دکان ته ورغی، غوښتل يې ځان ته جامې واخلي، یو کس د دکان څښتن ته داسې معرفي کړ:
عبدالله بن محیریز زموږ فقیه، عالم، زاهد او عابد دی، د جامو په پلورولو کې یې مراعت وکړه.

عبدالله بن محیریز غوسه شو، جامې يې کېښودې او ويې ویل: زه د پیسو په بدل کې یو څه اخلم، نه د دین پلورلو په بدل کې.

ابن کثیر وايي: ابوعبدالله اصبهاني له یوې نانوايي ډوډۍ نه اخیسته او له یو دکان يې سودا نه اخیسته، هڅه يې کوله چې له داسې دکانونو سودا واخلي چې هغوی يې نه پېژني.

تل به يې ویل: وېرېږم چې د پېژندګلوۍ او له ماسر د مینې په خاطر، د خپلو شیانو بیه ټيټه نکړي او زه په دین پلورونکو کې حساب نشم.

ملګریه!
تر ټولو بده ګوله(یوه خوله مړۍ) چې انسان يې خوري هغه ده چې خلک يې د دین په پلورلو پیدا کوي، نن سبا د دین په نوم د روزي ګټونکي څومره ډېر دي.

ځینو د خپلو عقیدو د پلورلو په بدل کې، لوړې ودانۍ پیدا کړي او ځينو بیا د ناسمو فتواګانو په ورکولو سره ښکلي موټرونه او ودانۍ رانیولي دي.

الله تعالی دې په امام شافعي رحمه‌الله خپل ځانګړی رحم وکړي، هغه به ویل: که په نڅا او ګډا راته روزي راکړل، شي، زما لپاره تر دې غوره ده، چې د دین په پلورلو يې پیدا کړم.

ملګریه!
د تبلیغ کوونکو اوښکو ته مه ګوره بلکې د حق او باطل په دریځ کې يې مقام ته وګوره! د زهد او پرهېزګارۍ په اړه د هغه فصیحه وینا مو ونه غولوي، لومړی يې د ژوند حالت او اعمال وګوره.
سمه ده چې د حق خبره باید ومنو، ان که دروغجن يې هم ووايي، دا په دې معنا نه ده چې انسان دې خوش‌باوره وي او ژر دې وغولېږي.

یا الهي موږ هم له دین پلورنې وساتې. آمین

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button