شکست امريکا خوړلی، که طالبانو؟

 لیکوال : موسی فرهاد

که ځمکنیو واقعیتونو ته ونه کتل شي، نو دا یوه ګرانه پریکړه ده چې وویل شي ، په افغانستان کې ماتي چا خوړلي؟ امریکایانو ، که طالبانو ؟ دا ځکه چې بشري فطرت دا دی چې شکست خورده هم ډېر وختونه د بریا دعوا لري . انګریزي استعمار پخپل زعم دا نه تعبیروي چې د افغانانو د توري په وړاندي یی شکست خوړلی ، او د امپراتورۍ زوال یې له همدي تورزنو ، جهادی غرونو او درو نه ، پیل شوی ، بلکه وایی چې پخپله خوښه یې د ډیورنډ لاین او بیا د هندوستان د ویشلو د یو تعهد په پایله کې له دې سیمي پښي سپکي کړیدي . روسان هم تراوسه داسي وانمود کوي چې دوی د جنیوا د معاهدې په آساس له افغانستانه وتلي دي . عیناً همدا خبره د امریکا او ناټو هم ده چې وایي افغانستان ته بس د همدومره وخت لپاره راغلی وو نور یې هدفونه ټول ترلاسه کړي او اوس بیرته روان دي ، دا نه مني چې ووایې ، ګویا د طالبانو په وړاندي یې بدترین شکست خوړلی دی . خو زمیني حقایق بیا بل څه وایی چې هر باشعوره وګړی یې ادراک کولای شی .

 اوس موږ له یو بل پلوه هڅه کوو چې د دې خبري حقیقت معلوم کړو چې شکست خورده څوک دی ؟ د دې لپاره به د ځینو عامو امریکایانو او نورو غربي وګړو ځیني نظریات ولولو چې هغوی امریکايي یرغلګرو ته څنګه خطاب کوي .

 جنوبي افریقي الاصله امریکایی Tony Karon د Time مشهوري امریکايی ورځپاڼي د نړیوالو چارو شنونکی دی. نوموړی ډېره موده وړاندي یوه مقاله تر دې سرلیک لاندي ولیکله چې : آیا امریکا په افغانستان کې خپل شکست مني کنه ؟ ده پخپله مقاله کې د امریکا ماتي په ډېرو پخو او اوږدو دلائلو تثبیت کړي او هم یې له لوستونکو نه د نظرونو غوښتنه کړیده . بالاخره ټونی کارن د خپلي لیکني په پای کې د لنډیز په بڼه وایی :

In the absence of “victory,” Two alternative strategies have been proposed: training the Afghan security forces, political settlement with the Taliban. But training Afghan forces, which cost $12bn in 2010 alone, will not guarantee their future loyalty to a Kabul government. Two years and many regional conferences have passed since the formation of the Afghan Higher Peace council, but there is no sign that, the Kabul government or its neighbors will reach a deal. So there is no military solution, and no political solution.

… کله چې فتح او بریا هیڅ وجود نلري نو امریکایانو ته متبادل دوې لاري پاتي دي ، چې هغه هم ناکامه ښکاري ، د افغان ځواکونو روزنه ، او یا هم له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی. مګر د ځواکونو پر تربیه چې ۱۲میلیارده ډالره ولګیدل بیا هم هیڅ تضمین نشته چې هغوی دې وړتیا ولري او یا دې وفادار پاتي شی ، دارنګه د سولي په نامه د عالی شورا له جوړښت سره ډېري غونډي او کنفرانسونه دایر شول مګر هیڅ څرک ترسترګو نشو چې یو حل دې را ووزي . لنډه داچې نه پوځي او نه سیاسي حل ته لاره پیدا شوه … د لیکوال له دې خبري نه دا څرګنده شوه چې ګویا د امریکا د شکست لپاره ترټولو غټ ثبوت همدا دی ….

بل اړخ ته د یوشمېر نورو امریکايی وګړو نظرونه داسي دي :

 جوزیپ اولسون (Joseph Olson ) وایی :

The issue is this, a country who ran Genghis Khan out. How did we ever expect to win? Genghis Khan had a far heavier appetite for war than the U.S. ever did. Wake up people they have never bowed to anyone in that country. We need to realize…

… خبره دا ده ، یو هیواد چې هغه ، چنګیز زغلولی وي ، پر هغوی باندي به موږ د بریا څه امید کوو ؟ چنګیزخان د امریکا به پرتله جنګیالی او ځواکمن وو ، ویښ ملت هیڅ چا ته سرټیټ کړی نه دی ، موږ اړتیا لرو چې پرخپل کار له سره غور وکړو …

د quackulaپه نوم امریکایی داسي لیکي :

The U.S. Government my not admit defeat but the American people are ready too and want to get out.

… د امریکا حکومت ښايی په ښکاره ماتي ونه مني خو امریکايی ولس تیار دی ، او هم غواړي چې ژر تر ژره ځان له افغانستانه وباسی …

یو بل امریکايی داسي لیکي :

Unfortunately US selected a corrupt regime to execute their short term goals which is surely going to be disaster for the whole region.

… بدبختانه امریکا په افغانستان کې داسی یو کرپټ او فاسد رژیم ځای پرځای کړ چې فقط د څو لنډه مهاله شخصي ګټو په لټه کې دی ، بل هیڅ نه ، دا به یقیناً د ټولي سیمي لپاره یو لوی ناسور وي …

یو بل امریکايی کارلن وایی :

For weeks now the Taliban website keeps saying,”U.S has faced utter defeat in Afghanistan”. How Humiliating!!

… اوس همیشه طالبان پر خپلو ویبپاڼو وایی : امریکایان له سخت شکست او ماتي سره مخ دي . دا څومره د ذلت خبره ده. زموږ لپاره …

د Snowleopard په نامه امریکایی داسی وایی : 

 We have already lost the war – its time to accept it, admit it, and get our troops home before any more die. It’s not the failure of the soldiers in any way; its the political leadership of the nation that has failed them.

 … موږ جګړه بایللي ، اوس وخت دی چی ویی منو ، شکست تسلیم کړو او خپل پوځونه بیرته خپلو کورونو ته مخکي له دې راولو چې نور ووژل شي . هو دا شکست مو د عسکرو نه دی په هیڅ صورت ، بلکي دا مو د ملت د سیاسي مشرتابه اشتباه ده چې دوی یې ناکام کړل …

 یو امریکايي وګړی خپلو واکمنانو ته د یو پخواني هوښیار افغان په نقل قول سره داسی وایی :

 Many years ago, an Afghan gentle man quot about the Afghanistan ,, ( You will come here with your will…but return with our will. )

… تاسو به دلته راځئ په خپله خوښه ، خو ځئ به بیا زموږ په خوښه …

 مخکي مو وویل : چې که له ځمکنیو حقایقو ورتیر شو او دې ته ونه ګورو چې ، د ۱۴کاله امریکا د ۴۰ نظامي قدرتونو په ګډون پر یو ډېر کمزوري او ناتوانه هیواد باندي په ډېر غرور سره حمله وکړه ، او چې څومره ټیکنالوژي او څومره وس یی وو ؛ هیڅ یې دریغ نه کړل ؛ بمبارونه ، قتلونه ، زخمونه ، آسارتونه ، تعذیبونه ، بندیزونه او نور هرڅه یی په کار واچول بیا هم د مجاهدینو په ورک کولو بریالي نشول ، لویه خبره دا چې د مسلمانانو د مورال په ځپلو ونه توانیدل ؛ بالاخر ه یې له تیښتي پرته بله لاره ونه موندله ؛. نو اوس پریکړه تاسو کولای شی چې شکست خورده څوک دی ؟ امریکایان ، که طالبان ؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button