طالبانو امريكايان مات كړل!

لیکوال او شناند: شاهد غزنیوال
۱۳ کاله وړاندې چې امریکایان صلیبي غروراخیستي او یواځې د ټوپک په خوله يي خبره کوله ، پر افغانستان باندې د یرغل په مهال یې دا په خیال کې هم نه ورګرځیده چې دوی دې بیا یو مهال همداسې مړه غوږونه له افغانستانه ووځي.
هغه مهال پر امریکایانو سربیره د بل چا هم دا خبره زړه ته نه لویده چې دغه پرمختللی لښکر دې د تش لاسو افغانانو په لاس مات او افغانستان دې بیا د نړۍ پرمخ د یوه خپلواکه او مستقل هیواد په توګه پاتې شي.
خو الهي تقدیر بیا د دغو مادي اټکلونو خلاف یو بل ډول فیصله او پریکړه کړې وه او هغه داچې د همدغو تش لاسو ، ځوریدلو او جګړو ځپلو افغانانو په لاس به نه یواځې داچې امریکایان له شکست سره مخ کیږي ،بلکې د هغوی ترڅنګ به د نړۍ یو بل مقتدر پوځي ځواک د ناټو تړون هم ماتې خورې او د نورو ماتې خوړلو متجاوزینو په څیر به له افغانستانه په ځوړنده اورمیږونو پرشاکیږي.
سبحان الله ! افغانان که د ژوند په نورو مجالاتو کې د نړۍ د تمدن له قافلې ډیر وروسته پاتې دي ، خو دغه یو امتیاز بیا الله تعالی خاص پر دې میړني ولس لورولی چې د نړۍ مستکبرین پر همدغه کمزوري ولس راپُر ځوي او د غرور او استکبار نشه يي له ککرۍ ورڅخه باسي.
د بیلګې په ډول د چنګیز حشر او لښکر هغه وخت تالا ترغه شول چې د نیږدې ټولې نړۍ د فتح کولو له خُماره سره يې په افغانستان یر غل وکړ ، انګریز هغه وخت افغانانو په کوکارو کړ چې کله يې د امپراتوري حدود دومره پراخ شول چې لمر به نه ورکې ډوبیده ، پخواني شوریان یې په داسې وخت کې په ترپکو کړل چې کله یې د ټولې منځنۍ اسیا او ختیځې اوروپا په لاندې کولو سره د هند د تودو اوبو لامبو په خیال کې ورګرځیده او اوسني مغرور امریکایان يې په داسې مهال کې مات کړل چې د یوه قطبي تکبر له امله یې ټولې نړۍ ته دا کرښه راکاږله چې یابه زمونږ خبره منۍ او یا به زمونږ د مخالفینو تر خوا دریږئ !
Either you are with us, or you are with the terrorists.”
امریکایان چې له محسوساتو او مادیاتو ورهاخوا په مغیباتو او معنویاتو باور نه لري ملامت نه ول چې دغسې احمقانه بابولالې یې غږولې ؛ ځکه هغوی له مادي لحاظه د خپل علمي ، تخنیکي ،پوځي او اقتصادي پرمختګ په مجال کې د نړۍ په کچه بل څوک د ځان سیال نه لیدو ، نو ځکه یې په دغه مغرورانه خطاب سره خپلو هغو سیالانوته چې یو وخت د دوه قطبي توب پرمهال د دوی مقابل ول داخبره ورفهموله چې نورباید له مونږ سره د سیالۍ پرځای مونږ ته د تسلیمي تندی پرځمکه کیږدئ .
امریکایان له دې ناخبره ول چې داسې یو مقتدر ذات هم شتون لري چې د نړۍ د تر ټولو کمزوري مخلوق (غوماشي) په وسیله یې د نړۍ تر ټولو ستر طاغوت (نمرود) له منځه یووړ.
هماغه مقتدر ذات د خپل غیبي قدرت په ښکارکولو سره هماغه مغرور، پرمختللی او یو قطبي امریکایان له افغانانو سره په داسې حال کې په جګړه واچول چې د جګړه ځپلو افغانانو ټول توان د تیرو ۱۸ کلونو جګړو په اورکې اوبه شوی او تمام شوی و، مګر د هغه باوجود یې امریکایانو او د هغوی صلیبي اشروالو ته داسې ګذار ورکړ چې د دوی د یرغل د وخت ټول حماقت يي له دماغه ورڅخه وایستی.
دلته پرځای خبره ده چې هغه د خواجه عبدالله انصار (رح) وینا را وړل شي چې وايي:
((الهی! هر که را خواهی که براندازی، با ماش دراندازی))
امریکایانو چې کله پرافغانستان یرغل کاوه نو د هغه د تبریر لپاره یې د افغانستان آزادي، ترقي ، سوکالي او په دغه وروسته پاتې هیواد کې د امریکايي ډیموکراسي پیاده کول پلمه کول، خو د ۲۰۱۴کال د ډسمبر په ۲۸ نیټه چې کله یې په افغانستان کې د اشغال هسک کړی پوځي بیرغ بیرته رانغاړه دا یې له خیاله وتلي وه چئ مونږ په ۲۰۰۱ لومړي کال کې افغانستان ته د څه لپاره راغلي او اوس ولي بیرته ترې وځو؟
په افغانستان کې د امریکایانو او ناټو فاحش شکست په دغه هیواد کې د ۴۰۰۰خارجي یرغلګرو وژل کیدل او د سلګونو زره نورو ژوبل کیدل او لیوني کیدل دي .
او پر دوغو ځاني تلفاتو سربیره یې یوتریلیون (زرملیارده ډالره) مالي لګښت او په سلګونوزره پوځي وسائل يي هم له منځه تللي .
امریکایان په خپله پردې خبره اعتراف کوي چې د افغانستان جګړه د دوي په تاریخ کې تر ټولو اوږده ، خسته کُنه ، او له اقتصادي پلوه ملاماتوونکې جګړه ده چې دوی ورسره مخ شوي .
دلته دامریکایانو لپاره تر ټولو شرموونکې خبره داده چې په دې شکست کې له دوی سره نړیوال صلیبي ایتلاف ( ناټو تړون) هم ګډ دی ، خو افغانانو د الله په نصرت په یواځې ځان له دغو ټولو مغرورو یرغلګرو څخه د مقابلې میدان یوړ ، او د خپل مقدس جهاد په برکت یې هغوی دیته اړیستل چې په مړو غوږونو له افغانستانه پښې سپکې کړې.
د یوویشتمې پیړۍ دغه تاریخ جوړوونکې جګړه افغان غیرتي ولس د طالبانو په جهادي قیادت کې وګټله او هم د دوی په نوم به د افغان غیور ملت په زرین تاریخ کې دتل لپاره ثبت وي.
هرګز نمیرد آنکه دلش زنده شد بعشق ـــــ ثبت است برجریده عالم دوام ما