دجبهه النصر امیر وایی په ادلب کي دولت الاسلامي وجود نه لري.

سوریه: په القاعده پوري تړلي دالنصره جبهی امیر ابو محمد الجولاني وایی ادلب په مکمله توګه فتحه شوي او دغه فتحه دمجاهدینو دمختلفو ډلو داتحاد په صورت کي رامنځ ته شوي

نوموړي زیاته کړه ادلب ددولت الا سلامیه دمجاهدینو له لوري نه ده فتحه شوي او نه هم دلته ددولت اسلامي پر ډول اداره جوړيږي، جولاني د ادلب ښار پرټولو خلګو باندي ږغ وکړ چي خپلو کورونوته را وګرځی او دښار په ابادولو کي دجبهه النصر له مجاهدینو سره مرسته وکړي.
ابو محمد الجولاني چی خپله وینا یی په فتح من الله والنصر قریب مبارک ایات باندي پیل کړه وویل ان شاءالله دمجاهدینو له مختلفو ډلو څخه جوړ شوي ائتلاف چي دجیش الفتح په نامه یادیږي مخ وړاندي ځي ترڅو زمونږ محاصره شوی وروڼو ته چی دسختئ او کړاوونو په حال کي ژوند کوي دفتحی زیرئ ورکړی، خلګو صبر کړي او الله پاک به ډیر ژر ورته دصبر میوه ورکړي.
ځکه زمونږ خوږ رسول صلی الله علیه وسلم په شعب بني طالب کي صبر وکړ او دصبر په بدل کي الله ورته فتحې ورنصیب کړې او دین دنړي وټولو برخو ته وغزیدی.
جولاني وویل د ادلب خلګ زمونږ وروڼه دي پر مونږ دخدمت حق لري مونږ په دي قائل یو چی مونږ یې خدمت نه دي کړی غلطیاني شوی دي مونږ دانه وایو چی مونږ له تیر وتنو خالي یو.
خو مونږ ټولوته باور ورکوو چي کله به ددوی دخدمت په ډګرکي خپلي هڅي ونه سپموو.

بخت الرحمن بخت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button