صله رحمي څه ته وايي

حَدَّثَنَا ابْنُ أَبِى عُمَرَ حَدَّثَنَا سُفْيَانُ حَدَّثَنَا بَشِيرٌ أَبُو إِسْمَاعِيلَ وَفِطْرُ بْنُ خَلِيفَةَ عَنْ مُجَاهِدٍ عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ « لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ وَلَكِنَّ الْوَاصِلَ الَّذِى إِذَا انْقَطَعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا ».
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمرورضی الله عنه څخه روایت شوی، چي نبی عليه السلام وویل: واصل هغه څوک نه دی، چي د احسان په بدل کي ښېګڼه وکړي، بلکه دوست پال هغه څوک دی، چي څوک ور سره دقرابت تار غوڅ کړي اودی یې ورسره ونښلوي.
حقيقي صله رحمي:
په دې حديث کي دابيانيږي، چي صله رحمي په حقيقت کي څه ته وايي؟ چي دوست ستاسره احسان وکړي اوته یې په بدل کي ښېګڼه ورسره وکړې، دامجازاة اومکافات شو، نه صله رحمي، زیاتره خلک له هغو دوستانوسره غوره چال چلندکوي، چي د هغوی له لوري احسان اوښېګڼه ورسره کيږي اوهمداصله رحمي ګڼي اوپه دې خوښ وي، چي زه له دوستانوسره قرابت پالم او د صله رحمي لپاره چي کوم اجر او ثواب الله تعالی ټاکلی هغه به ماته هم راکول کيږي، خوکه یې اړيکي لږ ورسره خړي پړي شي، بياښېګڼه نه ورسره کوي اوله دې سره-سره ټولي اړیکي ورسره شلوي، «کان لم تکن بينکم وبينه مودة»، يعنی بيا داسي شي، لکه د هغوی په منځ کي چي هیڅ دوستي اومينه نه وه، په دې حدیث کي داحقيقت څرګندشو، چي هغه سړی دوست پالونکی نه دی، چي د ښېګڼي په بدل کي ښېګڼه وکړي، بلکه دوست پالونکی اوصله رحمي کونکی هغه څوک دی، چي د دوستي شلونکوسره هم احسان اوښېګڼه کوي، نبی عليه السلام فرمايي:
لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ وَلَكِنَّ الْوَاصِلَ الَّذِى إِذَا انْقَطَعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا.
ژباړه: نبی عليه السلام وویل: هغه سړی دخپلوي پالونکی نه دی، چي د ښېګڼي په بدل کي ښېګنه کوي، بلکه دوست پال هغه څوک دی، چي له دوستي شلونکوسره هم دوستي پالي.
ليس الواصل بالمکافی: واصل د وصل اسم فاعل دی، د يوځای کولواونښلولوپه معناسره ده اومطلب ورڅخه دوستي پالونکی اوصله رحمي کونکی دی اومکافی دمفاعلې دباب اسم فاعل دی، له کفائت څخه ماخوذ اورا اخيستل شوی دی، چي دبرابري په معناسره ده، کفوه دمماثل اوبرابري په معناسره ده.
څوک ددې وړ دی، چي واصل (د خپلوي ساتونکی)ورته وويل شي:
هغه سړی د صله رحمي کونکی نه دی، چي برابري کوي، یعنی که دوستان له هغه سره احسان وکړي، دی هم احسان ورسره کوي،کوم دوست چي له هغه سره اړيکي نيسي، دی هم اړيکي ورسره ټینګوي،خو واصل هغه څوک دی،چي که ورسره خپلوي وشلول شي خودی یې بېرته پيوسته کړي«ولکن الواصل الذی اذا انقطعت رحمه وصلها» په حقيقت کي واصل هغه څوک شو، چي له هغه چاسره اړيکي ټينګوي، چي هغوی اړیکي ورسره شلوي اوهمداسړی ددې وړ دی، چي واصل(دوست پال او د دوستي پالونکی)ورته وویل شي، ځکه د احسان په بدل کي احسان عموما له پرديو سره هم کیږي، دې ته د خپل ګلوي پالنه ولي وویل شي؟ د دوستي پالنه دې ته وايي، چي يوازي د دوستي لحاظ پکښي وشي، نه د دوستانو د ښېګنو، که د هغوی له لوري غوره چال چلنداومینه نه وي موجوده، بياهم دوستي موجوده ده او دوستي په دې شيانو له منځه نه ځي اوالله تعالی له خپلوانوسره ددوستي دپاللوحکم کړی: وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً وَذِي الْقُرْبَى (الاية) وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ (الاية).
دبدي په بدل کي نيکي:
په یوه بل ځای کي نبی عليه السلام فرمايلي:
صل من قطعک وأعط من حرمک واعف عمن ظلمک واحسن الی من اسآء اليک (الحديث)
ژباړه: له هغه چاسره دوستي پاله، چي ستاسره خپلوي شلوي، هغه چاته ورکړه کوه، چي تاته څه نه درکوي، ظالم ته بښنه کوه اوله هغه چاسره ښېګڼه کوه، چي ستاسره بدي کوي.
ژباړن: موسی مهاجر