زرین یادونه

لودیځ ته د علم او پوهې په رسولو کې مسلمانانو لوی لاس درلود. په ځانګړي ډول اسلامي اندلس د اروپا په تعلیم او پرمختګ کې مرکزي رول ولوباوه. په دې زمانه کې د اسلامي اندلس حکومت د خپلو شاوخوا ګاونډیو هېوادونو تمدني او کلتوري معیار ډېر لوړ کړی و.
همدارنګه اسلامي حکومت د اسلامي کلتور سره سره د پخوانیو امتونو د میراث د ساتلو دنده هم مخته وړله او همدې میراث ته یې د خپرېدو زمینه هم مساعده کړه. که نن ورځ د یوناني پوهانو علمي پانګه خوندي شوې ده، نو دا یوازې په عربي کتابونو کې خوندي وه. مسلمانانو په بشپړې امانتولۍ او ایماندارۍ سره نه یوازې چې یوناني او افریقايي علوم خوندي کړل، بلکې د هغوی د علماوو او پوهانو تذکرې یې هم ولیکلې او پر همدې علومو یې په زړه پورې حاشیې او شرحې کښلې دي.
په دې ډول اسلامي پوهانو د پخوانیو امتونو علومو او معارف تر قیامته په خوندي ژبه (عربي) کې د تل لپاره محفلوظ او خوندي کړل. ولې بدبختانه چې لودیځو ملتونو مسلمانانو ته د خپلو دغه ښېګڼو بدله ورنه کړه، بلکې د نېکۍ د بدلې پر ځای یې ناوړه بدله ورکړه.
کله چې په اندلس کې د اسلامي حکومت بنسټونه لږ کمزوري ښکاره شول، نو د اندلس اوسېدونکي د هسپانوي پاچا فردیناند او د هغه د ښځې ملکې ازابیلا په مشرۍ د مسلمانانو په وروستۍ کلا (غرناطه) ور وختل، مسلمانان یې له منځه یوړل، د هغوی په ناموسونو یې تېری وکړ، مالونه یې ورڅخه لوټ کړل، کورونه یې ورته وسوځول، بلکې ټول اسلامي تمدن او تاریخ ته یې په سپین سترګۍ اور ورکړ.
مسلمانان یې له خپلو سیمو او ښارونو څخه جلا وطنه کړل او کوم مسلمانان چې هلته پاتې شول، په ۷۸۹هـ کال یې په زوره د هغوی د عیسوي کولو غورځنګ پیل کړ. هسپانویانو له یوه لوري د مسلمانانو وینه بې ارزښته کړه، له بلې خوا یې د هغوی علمي خزانې، کتابتونونه او هنرونه د اور خوراک کړل. ډېر نادر او کم پیدا اثار یې پټ او له ځانونو سره غلي کړل.
په دې کتابونو کې یو هم مشهور کتاب د اندلسي جراح ډاکټر ابوالقاسم زهراوي کتاب (التصریف) و چې د طبي عملیاتو او درملو په اړه یې په ۳۰ ټوکونو کې لیکلی و. دا کتاب تر اولسمې مېلادي پېړۍ پورې د اروپا د ټولو طبي کالجونو په نصاب کې شامل او تدریسي کتاب و.
کلیسا والو له اسلامي فکر څخه په دې خاطر سخته وېره درلوده چې هسې نه هسپانوي مسلمان ماشومان د خپل پلرونو او نیکونو د علمي میراث څخه خبر شي، ځکه خو په ۹۰۵ هـ کال عیسوي پادري خمینس امر وکړ چې د اندلس شاوخوا کې ټول اسلامي کتابونه دې د اسکوریال کلیسا انګړ ته را ټول شي، د همدې امر په اساس له سلو زرو ډېرې قلمي نسخې را ټولې شوې او د سوځولو لپاره یې د خوښۍ لوی جشن ونیول شو.
لیکنه: استاذ ګل رحمان رحماني
———————————
سرچینې:
پاچاهانو څه کول؟
له کړکۍ ها خوا
د څېړنې او لیکنې لارې/ خالق داد