کابل : د معلمینو داعتراض له امله لږ ترلږه د۵ مکتبونو دروازې تړل شوي

کابل ښار کې دمکتبونو لسګونو معلمینو دحکومت له لوري دترسره شویو وعدو دنه پوره کېدلو له امله کاري اعتصاب پيل کړی دی او لږ ترلږه پنځه مکتبونه تړل شوي دي
معلمین وایي چې دولت داستوګني لپاره ده نمرو دویش او دمعلمینو لپاره دنورو حقوقو دزیاتولو هوډ کړی وو اما اوس نه یواځي دا چې وعدې پوره نه شوې بلکه معلمین له صحنې ایستل شوي ګڼل کیږي
دغه کاري اعتصاب داستقلال، سردار کابلی، مهراب الدین، غازی ادې او ګذرګاه له مکتبونو څخه شروع شوی دی اعتصاب کونکي زیاتوي چې ترڅو یې دولت غوښتني ونه مني خپلو صنفونوته به ستانه نشي
دمعارف وزارت ویاند کبیر حقمل د یاد اعتراض په غبرګون کې وایي چې دمعلمینو له لوري اعتراضونه په هیواد کې دپوهي او زده کړو لپاره نامناسب عمل دی دغه راز دمعارف وزیر له معترضو معلمینو غوښتي چې خپل اعتراض پای ته ورسوي او درسونو ته ادامه ورکړي
دمعارف وزارت که څه هم مني چې دمعملینو لپاره دنومرو وېش یې په کاري پروګرامونو کې دی خو زیاتوي چې هرڅه به دیوه منظمي ستراتیژي له مخي په ټول هیواد کې دمعارف وزارت له لوري ترسره شي دوی دغه راز زیاتوي چې دمعلمینو دغوښتنو منل ډېر وخت اخلي او په کمه موده کې ممکنه نه بريښي چې ددوی غوښتني دی ومنل شي
ولسمشر اشرف غني دنوي تعلیمي کال دپيل په مراسمو کې ویلي وو چې دمعلمینو مادي او معنوي وضعیت ته توجه دده دکاري پروګرامونو په سر کې ده
معلومه نه ده چې دا معلمین به هم دنورو معترضو معلمینو په څېر په تشو وعدو بیرته خپلو دندو ته ستانه شي که به دپيل شوي اعتراض په ترڅ کې خپل حقوق ترلاسه کړي
په هیواد کې دزده کړي له کمښت سره سره لکه څنګه چې لازمه ده معلمینو ته توجه نه کیږي
معلمین وایي چې په داسي حال کې چې دهرشي په نرخونو کې زیاتوالی راغلی دی خو زموږ معاش لا په هغه حال ولاړ دی
احمد جاوید