مطبوعاتو ته کتنه

لیکنه:وحيد عزم

په هيواد کې چاپېدونکو ورځپاڼو د نن ورځې سرمقالې بيلابيلو موضوعاتو ته ځانګړې کړي دي، چا پکې د اشرف غني په منډو ترړو او ګواښونو خبرې کړې او چا بيا نورو جرياناتو ته پکې کتلي دي چې دلته يې په لنډ ډول له لوستونکو سره شريکوو.

ويسا :

ويسا خپلواکه ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې په هغه ليک غږېدلې چې په رسنيو کې يې اوازه خپره شوې وه چې ګواکي ولسمشر غني د پاکستان حکومت ته ليک استولی دي، د ورځپاڼې په اند د دې ليک په اړه هغه وخت شکونه پيدا شول چې پاکستاني چارواکو يې له ورته رسېدلو انکار وکړ او ويې ويل چې يوازي له رسنيو خبر شوي له رسمي ادرسه ورته هيڅ نه دي رسېدلي.

سرمقالې د دې ليک په نشرولو کې د رسنيو د څټ ګرولو خبره هم کړې او ويلي يې دي چې اوس يې په اړوند څه نشروي نو يو په بل يې حواله کوي، دا ځکه چې نه د ولسمشري ماڼۍ او نه هم بهرنيو چارو وزارت دا خبره تائيد کړې ده.

سرمقاله کې راغلي چې که دا ليک يوازي اوازه ثابته شي نو ګډ حکومت ته به چې اوس يې هم د محبوبيت ګراپ خطرناکې کچې ته رالوېدلی، يو مثقال اعتبار به هم ورپاتې نشي. او که يوازي تبليغاتي کمپاين وي نو بيا موخه ترې دا ده چې په ولس او رسنيو کې د امنيتي تفاهم په اړه راپورته شوی زوږ پرې خپ کړي، چې دا بيا د چارواکو له لوري د ولس او رسنيو د اغفال بده هڅه ده، دا ډير ناوړه او له ولس نه د تجريد شويو حکومتونو دود دی.

ماندګار :

ماندګار ورځپاڼه هرات ته د ولسمشر غني په سفر ليکل شوې سرمقاله کې ويلي چې دې ولايت ته د ولسمشر سفر يوازي خلکو ته د خپلو وعدو وراورولو لپاره وو، ولسمشر چې د انتخاباتو په شپو کې يې له هراته کمي رايې وليدلې او خپلو کمپاين کونکو ته يې په عصباني خبرو کې د ډيرو رايو د ترلاسه کولو خبره کړې وه، په دې سفر کې يې غوښتل چې د دې ولايت اوسېدونکي يوازي په خپلو وعدو تيرباسي.

په سرمقاله کې راغلي چې اوس د ګډ حکومت د مشرانو په ژمنو باور يوازي دوی کوي او بس، دوی فکر کوي چې په وعدو يې خلک باور لري خو خبره داسي نه بلکه باعکس ده.

د سرمقالې ليکوال د هرات د ځينو اوسېدونکو خبرې رانقل کړې او ليکلي يې دي چې د ولسمشر له سفر وروسته د ولايتي شورا رئيس وويل چې غني کومه نوي خبره نه لرله، له عملي اعدام پرته يې يوازي يو درمند وعدې پرېښودې چې معلومه نه ده کله به د عمل جامه وراغوندي، ليکوال يکي چې د غني له خبرو وروسته راته يو سړي ويل چې غني يوازي د وعدو را اورولو لپاره راغلي وو، يو بل بيا ويل چې اشرف غني په دې سفر کې د هرات د ولس اهانت وکړ، د هغو خبرو ته يې غوږ ونه نيو، د مشکلاتو پوښتنه يې ونه کړه او په يو شکل يې نوی ټاکل شوی والي هم د خلکو له توجه او نظرونو وغورځاوه.

اطلاعات روز :

دغې ورځپاڼې په خپل ياد داشت روز کې ملکي تلفاتو ته کتنه کړې او ويلې يې دي چې په دې وروستيو کې د جنګونو له امله په ملکي تلفاتو کې زيات والی راغلی.

د ياد داشت روز ليکوال د ځينو سازمانونو قول د دې لپاره دليل راوړی چې د ملکي تلفاتو زيات عامل طالبان او په وينا يې تروريستي ډلي دي، ملکيانو ته د تلفاتو په اوښتلو کې خارجي او داخلي قوايي هم يو لامل دی خو د دوی نقش په نسبت مخالف جهت ته په دې برخه کې کم دی، ليکوال وايي په افغانستان کې په درې لسيزو کې په ډيرو کارونو کې تغير راغلی خو چې هيڅ بدلون او کمښت پکې نه دی راغلی هغه د غير نظاميانو مرګونه دي.

ليکوال راتلونکي تياره ويني او وايي چې تر اوسه خارجي او داخلي سياست مدارانو ملکي تلفاتو ته هيڅ توجه نه ده کړې او ګومان نه کېږي چې له دې وروسته به هم د خلکو غم وخوري، نوموړی ليکي چې هغه څه چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي تکراري کارونه دي خو دوی تر اوسه نه دي توانېدلې چې مخه يې ونيسي او تلفات راکم کړي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button