د غزل ښاپېرۍ

عرفان الله عرفاني
د خيال حجره کې مې مېلمه ده د غزل ښاپېرۍ
د غزلونو ملېکه ده د غزل ښاپېرۍ
له کوه قافه يې راوړي دي نازک شعرونه
له حيا ډکه پښتنه ده د غزل ښاپېرۍ
زما د ذهن په سپېره دښته ګلونه شيندي
د پسرلي خوږه وږمه ده د غزل ښاپېرۍ
له مرورې شاعرۍ سره يې بيا کړم پخلا
د ترنم نغمه نغمه ده د غزل ښاپېرۍ
ورانه ويجاړه حافظه يې راته بيا کړه سنګار
سمه د حسن فلسفه ده د غزل ښاپېرۍ
هوډ يې دی کړی چې ما بيا يو غزل بول شاعر کړي
جوړه يې نن مشاعره ده د غزل ښاپېرۍ
ماته هم وايې شابه زر شه يو غزل وليکه
راته يې ايښې کتابچه ده د غزل ښاپېرۍ
د تصور نيلی نن بياد ی عرفاني زين کړی
زړه کې يې تانده تلوسه ده د غزل ښاپېرۍ