طالبان: له ګوانتنامو څخه په آزادو شویو مشرانو لګېدلی بندیز ختم شو
دطالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په تېر کال کې دآزدو شویو طالب مشرانو دبندیز داوږدېدا په اړه راپورونه له حقیقت څخه لیري دي
څو ورځي وړاندي داسي راپورونه خپاره شول چې ګواکي امریکایي چارواکي دقطر هیواد له حکومت سره دیادو کسانو دبندیز داوږدېدا په اړه توافق ته رسېدلي خو طالبانو په خپله اعلامیه کې داخبره در کړې ده او وایي : «د توافقنامې سره سم به نوموړي کسان په ازاد حیثیت سره په هغه ځای کې چې اسلامي امارت یې لازم وبولي، خپل ژوند تیروي»
یاد پنځه کسان تېر کال دیوه امریکایي عسکر (بوبریګډال) په تبادله کې آزاد شول چې اوس په قطر هیواد کې اوسیږي .
تبادله دطالبانو ددفتر له لوري دقطرهیواد په منځګړي توب ترسره شوه چې ۵ لوړپوړي طالب مشران پکې آزاد شول
جاوید احمد