د مفکر بل حماقت …!!!

لیکوال:موسی فرهاد
د افغانستان ګاونډی ۶۵ کلن هیواد پاکستان یوه میاشت وخت لري ، چې خپلي ژمني پوره کړي . که چیري په دې یوه میاشت کې پاکستان له موږ سره په کابل کې کړي ژمني پوره نکړي ، نو بیابه موږ د دوستۍ پرانیستي کړکۍ وتړو او بله پریکړه به کوو .
پاکستان به څو کارونه کوي :
۱ – په کوټه او پیښور کې به د طالبانو مشران ټول نیسی او کابل ته به یی سپاري .
۲ – زخمي طالبان به له شفاخانو را باسی او کابل ته به یی راولي .
۳ – د طالبانو د عزم په نوم پیل کړي عملیات به رسماُ بد ګڼي .
۴ – وسلوال مخالفین به خبرو ته کښینوي .
۵ – د حقاني شبکې پرخلاف به عملیات ګړندي کوي .
۶ – د طالبانو مالي سرچینې به تړي .
او داسی نور …. که پاکستان په یوه میاشت کې زما په لیک عمل ونکړي ، نو نا اعلان شوی جنګ به په علني جګړه بدل شي .
دا پورتني ټکي د هغه لیک خلاصه ده چې مفکر غني تېره اونۍ په خپل لاس لیکلی او د اسلام آباد چارواکو ته یې لیږلی و . دوی وایی چې لیک ډېر محرم او پټ وو خو بیا هم رسنیو ته رسیدلی دی .
داچې له اسلام آباده به څه جوابیه لیک ورته راځي ؛ دوې اونۍ به نور انتظار غواړي ځکه چې د غني د خط هم قریباً دوې هفتي تیري شوي دي .
اوس خبره دا ده چې وایی : پکه چا په ورا کې نه پریښوده ، دې ویل : زه د مخ په اوښ کې سپریږم . اشرف غني په نژدې یوه کال کې په دې ونه توانیدی چې په کابل کې یو مامور مقرر کړي ؛ دی اوس دومره ستر کار کوي چې په یوه میاشت کې د افغانستان مسئله یکطرفه کوي . او حل یې را ایستلی دی فقط یوه میاشت وخت غواړي .
له داسي سطحي او له واقعیته لیري خبرو نه ښکاري چې اشرفغني به هرو مرو یا ملت ته دوکه ورکوي ، خپلي ناکامۍ به پټوي او خپل وخت به تیروي او یا به د سمبولیک مفکر فکر رښتیا هم همدومره وي چې تراوسه پوري د افغاني ټولني له نبض او زمیني حقایقو نه دومره ناخبره وي لکه یرغلګر باداران چې یې خطا وتلي وو .
دا ځکه چې دا ډول څرګندوني د لاندي وجوهاتو پر آساس قابل د توجیه نه دي :
۱ – اشرف غني پاکستان ته وای ، طالبان ونیسئ ماته یې حواله کړئ . که دا خبره سمه وي چې طالبان په پاکستان کې دي ، نو بیا له تا او ستا له بادارانو سره دلته په افغانستان کې سروکال دا جګړه څوک کوي ؟ که ته وایی چې مشران یی هلته په پاکستان کې دي ، نو دلته په داخل کې دا څوارلس کاله جګړه کشران طالبان پرمخ بیایې ،؟ مشرانو ته اړتیا نلري .؟ نو د مشرانو نیول یې بیا تا ته څه ګټه کوي ، جګړه خو هسی هم کشران پرمخ بیایی .
۲ – اشرف غني پاکستان ته وایی زخمي طالبان ونیسئ کابل ته یې راولیږئ . که چیري دا خبره سمه وي چې د طالبانو زخمیان په پاکستان کې تداوي کیږي ، نو له بولدکه او تورخمه خو یی راتلل آسان کار دی ، له بدخشانه ، کندوزه ، فاریابه ، هراته څنګه زخمیان پاکستان ته راتلای شي ؟ که راځي نو خو د اشرفغني باچا تر قلمرو لاندي به را تیریږي ؛ دی یې ولي نشي نیولای ؟
۳ – مفکر په خپل لیک کې له پاکستانه غوښتي چې د طالبانو د عزم عملیات رسماً وغندي . که چیري دا غندني ګټه کولای نو خو نوازشریف په کابل کې د اشرف غني په مخکي په کلکو ټکو وغندل او د پوځ مشر یی هم ورسره وو ، چې تردې نو رسمي غندنه بله څنګه کیدلای شي . بیا نو د پټ لیک له لاري د غندني مانا او ګټه څه ده ؟
۴ – بې فکره مفکر وایی پاکستان به وسلوال مخالفین زما سره خبرو ته کښینوي . عجیبه ده ، د لیک په لومړۍ برخه کې ورته وایی طالبان ګرفتار کړئ ماته یی حواله کړئ په بل پراګراف کې ورته وایی خبرواترو ته یی اماده کړئ . ؟ د خندا وړ ټکی نه دی ؟
۵ – ناخبره مفکر وایی پاکستان دې د حقاني شبکې پرخلاف عملیات پیل کړي . آیا اشرف غني تراوسه په دې نه دی خبر چې حقاني شبکه او طالبان سره بیل نه دي ، چې طالبان په افغانستان کې دي نو حقاني شبکه ولي په پاکستان کې ده ؟ او که دی تراوسه د خپلو غربي بادارانو په څیر عارفانه تجاهل کوي ؛ او دا ډرامه ږغوي چې طالبان او حقاني ګروپ سره بیل دي . ؟
۶ – باچا اشرف غني وایی پاکستان دې د طالبانو مالي سرچینې وتړي . دا ټولو ته مالومه ده ، حتی د اشرفغني یرغلګر باداران هم په دې پوهـ دي چې طالبان د ولس خلک دي ، ولسي وګړي په کورونو کې د شپي او د ورځي ډوډۍ ورکوي . وسله یې له عادي موادو څخه د ماین جوړول او یا پخوانۍ ورپاتي وسله ده ، نور هیڅ نلري . او دا دواړه دلته په افغانستان کې دننه طالبانو ته رسیږي . نو مالي سرچینې یې په پاکستان کې له کومه شوي ؟ د طالبانو دا دومره ډېر جنګیاليو ته خو ډوډۍ له پاکستانه نه راځي او نه ماین له پاکستانه بدخشان ته وړلای شي .؟ نو اشرف غنی باید لومړی خپل ولس را ونیسی چې ولی طالبانو ته ډوډۍ ورکوئ او ولي د طالبانو ترڅنګ ولاړ یاست ؟
او که فرضاً دا ومنو چې اشرف غني برحق دی ، دا هرڅه حقیقت دی ، نو دا څوارلس کاله کې یرغلګرو امریکایانو او د هغوی متحدینو ولي پاکستان ته داسي لیک را ونه لیږه او سره کرښه یې ورته کش نکړه ؟ آیا هغوی دا حقیقت درک کړی و چې طالبان په پاکستان کې نه بلکي په افغانستان کې پخپلواک ډول د ولس په زړه کې ژوند لري ، نو اشرف غني ولي له دې حقیقت نه منکر دی ؟. او که یې پر دې یقین و چې په پاکستان کې دي ، خو دوی یې زور نلري ، نو بیا اشرف غني څومره پیاوړی دی چې په یوه لیک کې پاکستان ته سره کرښه راکاږي او یوه میاشت وخت ورکوي ، او بیا ملت ته اطمنان ورکوي چې یوه میاشت وروسته به افغانستان په بله بڼه ووینئ، آیا دا قابل توجیه ده ؟
که چیري پاکستان د مفکر غني لیک ته مثبت ځواب ونه وایی : نو د اشرف غني عکس العمل به څه وي ؟ دا به د هغه د یو چاپړوس بې دینه او ملحد غلام درباري لیکونکي مجیدقراري : له لیکني را واخلو چې د اشرفغني خبري یې را نقل کړي دي : ( دغه بې دینه او بې لاري ځوان چې وخت ناوخته په فیسبوک کې د طالبانو پرخلاف د مبارزې تر نامه لاندي د دین ، اسلام او مسلمان پرضد اپلاتي وایی : او ځیني غربي رسنۍ یې داغه ګمراهي ښه کیویریج کوي هم ؛ د کرزي له درباره شړل سوی وو ، خو د اشرف غني دربار ته یې لکه چې لاره موندلي ده ، نو یې همیشه په صفتونو نه مړیږي ، په یوه لیکنه کې یې د هغه لاسته راوړني را کتار کړي وي ، یوه خبره یې دا لاندي را اخیستي وه چې اشرفغني د پاکستان په وړاندي څه طرح لري :
(ولسمشر غني د لندن په کنفرانس کې د امریکايی پلاوي ترمخ نوازشریف ته وویل : که تاسې بدلون ونکړ، موږ خپله په اوتومات شکل د اعلان شوې جګړې لور ته ځو. تر هغې وروسته نه زه نړیوالې ټولنې ته شکایت کوم، نه د ملامتیا لوبې ته دوام ورکوم، نه له تاسې مرسته غواړم. لنډ یې درته وایم چې افغانستان به د پاکستان د ټولو مخالفینو لپاره د آرام بستر وي.)
د ده په خبره چې اشرفغني په لندن کې نوازشریف ته وویل : لنډ یې درته وایم چې افغانستان به د پاکستان د ټولو مخالفینو لپاره د آرام بستر وي .
معلومه شوه چې که پاکستان د اشرف غني غوښتنه په دوو پاتي هفتو کې مثبته ځواب نکړي ، نو په اوتومات شکل به نوموړی د اعلان سوي جنګ پر لور حرکت وکړي ، او هغه جنګ د ده په اند دا دی چې که د پاکستان مخالف پیدا کیدی لکه آزادي غوښتونکي بلوڅان ، نو دی به ورته ځای ورکوي . او دا ښاغلی مفکر تراوسه په دې نه دی خبر چې د پاکستان دغه بلوچ مخالفین د سردار داؤد او یا تر هغه هم مخکي په افغانستان کې يه یو نه یو شکل ساتل شویدي .
که مفکر صیب دا ډول احمقانه ابتکارات په کار اچوي او له پاکستان سره اعلان سوي جګړه دغه بولي ، نو فکر نه کوم چې د افغانستان مسئله دې په دوو هفتو کې یکطرفه کړي او دا وړۍ دې شړۍ کړي .
پای —————————————–!!!
موسی فرهاد
2015-06-03