حامد کرزي په رازق قومندان غوندي اداره چیانو خپلو خلګو ته څه ورکړل؟

لیکنه : میرویس سمون بارګزی
د کندهار خلګ اکثریت په دې بارو دي؛ که نن رازق قومندان نه وي د ښار په منځ کي به انسانان د بد امنۍ څخه و نه سي ګرځېدلای. عموماً خلګ دا خبره د رازق قوموندان د ستایني لپاره کوي. خو پر کندهار د حامد کرزي دا حالت راوستل د حامد کرزي لوی جرم ثابتوي.
خلګ رشتیا وايي که رازق نه وو کندهار به بې امنه سي موږ یې ژوندی مثال لرو، حامد کرزي همداسي یو قومندان د روزګان لپاره ټاکلی وو؛ مطیع الله خان یو بې علمه سړی وو، د روزګان ملت یې ټول یرغمل کړی وو، داسي ناپوه وو چي د ښپږي لپاره یې پوستين اور ته اچوی، په سونو بې ګناه انسانان یې په روزګان کي داسي وژلي ول چي د ده به پر طبیعت نه ول برابر، هلته یې بربریت جوړ کړی وو، حامد کرزي د روزګان خلګو ته خذمت و نه کړ لومړی یې د ځایي قومونو په سطحه خلګ پردي او خپل کړل، پردي طبیعي خبره ده چي د طالب جبهې ته ولاړل، د خپلو سره یې هم لویه جفا وکړه؛ نه یې متمدن کړل نه یې د کابل سره اشنا کړل، نه یې قانوني د دولت خلګ ځني جوړ کړل، نه یې په عدالت د ژوند کولو لار ور وښووله بلکي هغوی ټولو ته یې د ښه ډېري ډوډۍ خوړلو او ظلم کولو موقع ورکړه، روزګانیان یې سخت په وځورورل. بر علاوه حامد کرزي د روزګان خلګ د همدغو قوماندانانو لپاره سپر جوړ کړل. دې خلګو ته یې دولت ور جوړ نه کړ بلکي په قوماندانانو بوري یې وتړل، (که قومندان له منځه ځي، ملت دي په سر کي دربدره سي.) منطق باندي یې اداره جوړه کړه. څو وخت تر مخه کابل کي د روزګان قومندان ووژل سو، په روزګان کي هغه څه پېښ سول چي اوس یې خلک د رازق په نه ستون کي له کندهار لپاره پېښ ګويي کوي. قومي ټیکه داران (پکي باښې) چي د مړو د وجود څخه استفاده کوي روزګان ته ولاړل، هلته پر ځای د دې چي د لار ورکو خلګو لار ښوونه وکړي د خپلو ګټو لپاره د څاه پر لور ور روان کړل، په ولسي جرګه کي د کندهار وکیل عبدالرحیم ایوبي چي پخوا یې د روزګان د خلګو سره هیڅ ډول شناخت نه درلود د قومندان د مرګ سره یې د روزګان خلګ د قومي تړاو په توسط خطا ایستل او په کابل کي یې د هغه مرکزي دولت پر ضد و دورول چي په لسهاوو ایوبي غوندي وکیلانو د غیرقانوني کارونو مخنیوی یې کړی وو. همدارنګه په پارلمان کي د روزګان د خلګو وکیل عبیدالله بارګزی د دې لپاره چي په روزګان کي یې د خلګو پر سر جوړ کړي ملګرتیا وي او ګټي له منځه ولاړي نه سي او د مطیع الله د قتل پل یې پر کور ور نه سي؛ د مطیع الله د یو ناپوه ورور رحیم الله د امنیه قومندان کېدو لپاره یې پر دولت زور راوستی او خلګ یې را وپارول. عبیدالله بارګزي وايي چي د روزګان خلګ شرابي او د اسلام څخه لیري واکمن نه سي قبلولای؛ د دې خبري څخه یې مطلب ټول هغه مسلکي د پولیسو قوماندانان دي چي وطن ته وفاداره دي. د ترین کوټ هر وګړی د رحیم الله پر کړنو خبر دی..
نو د ښاغلی عبیدالله بارګزی څخه باید دا پوښتنه وسي چي دغه رحیم الله په وژنو او لواطت اسلام ته ور نېژدې دی که د روزګان د خلګو ګټو ته ژمن دی چي ته یې واکمن کول غوړې!؟ بېله شکه دا وکیل یواځي نه دی، د لوی کندهار تقریباً ټول هغه مشران چي د کرزي په توسط په واک کي ساتل سوي دي؛ د خپلو شخصي ګټو په مقابل کي یوه ذره هم د کندهاریانو د ککریو د لغړېدو او دربدریو فکر ور سره نسته. دا خلګ اوس دولت ته تر طالب بدتره سوي دي، ځکه د دولت معاش هم خوري او امر یې هم نه مني، د قومندان مطیع الله تر مرګ وروسته یو مسلکي پولیس چي خاص د وطن په خاطر یې روزګان د امنیه قومندانۍ سرپرستي په غاړه اخیستې وه؛ د همدغه کرزي د وحشیانو له خوا ووژل سو. د مطیع الله تر مرګ وروسته د روزګان مشرانو د خپلو ګټو ساتلو لپاره د دولت سره اعظمي زور ووهی، په دې وخت کي بې شمېره انسانان ووژل سول، په روزګان کي اداره د سقوط د ګواښ سره مخ سوه، خو دا خاین مشران تر خپلو حرامو ګټو تېر نه سول. خو اوسني حکومت هم له تدبیره کار واخیست، غیرقانوني مشر یې ور و نه ټاکی؛ د روزګان پر خلګو یې لوی رحم وکړ.
یو ښار په علم کي وېښتانو سپن کړیو مشرانو، ازادو روحانینو، عادلو قاضیان، خواخوږیو انظباطانو(پولیسو) او داسي نورو د ټولني د سر په خلګو متمدن او د خلګو د اوسېدو وړ ګرځي. خو رازق غوندي قوماندانانو د ټولني د ارزښتمنو خلګو په نفي سره د ښارونو څخه تل هدیرې جوړي کړي دي، په دې ښارونو کي تقریپاُ د هدیرو په څېر علم، زراعت، تجارت او نور د ټولني د رفاه بوختیاوې له منځه ځي. همدا وجه ده چي لوی کندهار په ټولو انساني اړخونو کي د افغانستان تر ټولو وروسته پاتې منطقه جوړه سوې ده.
د ملت د ساتلو لپاره قهرمانان سرونه ورکوي، نه دا چي ملت یرغمل کړي او وايي چي که زه وم دا ملت به وي که نه وم نه به وي. دا ممکنه هم نه ده دا ملت په زرګونو کالو د نړۍ په بد ترینو شرایطو کي ژوندی پاته سوی دی، صرف دا یرغمل کوونکي به ملت یو څو ورځي وځوروي، چي ډېر دوام وکړي د مستبدینو د عمر تر خلاسېدو وروسته به بیا همدا ملت د مدني کېدو پر لور درومي. په ننۍ نړۍ کي یو ښار هغه وخت پر مختللی دی چي د یوه سړي په ليري کېدو سره چپه نه سي، نه دا چي یو ښار د یو سړي پر پښه وتړل سي که هغه مړ سو نو ښار دي هم ور سره ښخ سي. دا ملت به ژوندی وي، دلته به حکومت نوې اداره له صفره جوړوي، دا به وخت ونیسي خو د خلګو اداره به وي، د خلګو خذمت به کوي، د خلګو غلامي به کوي نه داچي خلګ به یې غلامان وي په یوه سړي پوري به نه وي تړلې. د دې ملت هر ټبر به اصیل وي او هر سړي به د قدر وړ وي