قادر ځاځی: « د کابل کوزین په نوم یو رسټورانټ د فحشا ستر مرکز دی»

په ولسي جرګه کې دکابل دخلګو استازی قادر ځاځي نن دجرګې په عمومي غونډه کې دکابل دیوه ریسټورانټ  په اړه په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې دکویشن په نامه ریسټورانټ دفحشا ستر مرکز دی

دده په خبره چې په یاد ریسټورانټ کې ایرانۍ او تاجکۍ نجوني دفحاشي فعالیت کوي او هره شپه دمهمو حکومتي چارواکو او جنرالانو اولادونه ورته راځي

نوموړی وایي چې په یاد ریسټورانټ کې دفحشا دشتون ستونزه یې څوځله له امنیتي ارګانونه سره هم شریکه کړې ده او په وینا یې چې تراوسه یې کوم غبرګون نه دی لیدلی

دځاځي په خبره دغه رسټورانټ د کابل ښار په نوي ښار کې موقیعت لري او دهمدغي حوزې آمر  دسیمي امنیتي مسؤلین هم دشپې له لوري هوټل ته راځي او «شراب څښي»

دی زیاتوي چې دکابل اوسیدونکو ماته معلومات راکړي دي ددې لپاره چې دهغوی معلومات ځان ته ښکاره کړم په شخصي جامو کې مي څلور کسه ور ولېږل چې هغوی په ریسټورانټ کې دفحاشۍ خبره تائید کړه

دالومړی ځل دی چې دولسي جرګې دیوه وکیل له لوري په کابل کې دیوه ریسټورانټ په اړه داډول خبري کیږي
جاوید احمد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button